تازه خبرونه
د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه پر ۴ ټکو راڅرخي
د امریکا او طالبانو ترمنځ له ۱۸ میاشتو وروسته یو تاریخي جوړجاړی پر ۴ محرونو راڅرخیدلی دی.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړه لیک په پیل کې ټینګار شوی، چې امریکا اوس هم د طالبانو اسلامي امارت د یوه رسمي دولت په توګه نه پېژني او داسې راغلي دي: دا هوکړه۹ لیک د امریکا او اسلامي امارت ترمنځ، چې امریکايي پر رسمیت نه پېژني؛ لاسلیک شو.
په افغانستان کې د سولې د راوستو هوکړه لیک لاندې ۴ محرونه لري:
۱: داسې تضمین، چې د افغانستان له خاورې د امریکا او متحدینو پر وړاندې يې د کومې ډلې او یا کوم کس له لوري ګواښ پېښ نشي.
۲: له افغانستان څخه د بهرنیو سرتېرو د وتلو لپاره باید یو میکانیزم او تضمین ترلاسه شي.
۳: د یاد شویو تضمینونو له ترلاسه کیدو وروسته به طالبان د ۲۰۲۰ کال د مارچ په شلمه د نړیوالو شاهدانو په حضور کې له افغان لوري سره هم خبرې پيل کړي.
۴: په بین الافغاني خبرو کې د دایمي اوربند او د دې اوربند د پيل لپاره به پر مهلت خبرې وکړي.
په دې برخه کې راغلي؛ امریکا ژمنه ده، چې له افغانستان څخه به خپل سرتېري؛ ناډیپلوماټیک ملکي پرسونل، پوځي قراردادیان، ښوونکي، سلاکاران او ملاتړي ځواکونه په ۱۴ میاشتو کې وباسي.
د دې طرحې د عملي کولو لپاره لاندې تدابیر په پام کې نیول شوي دي:
۱: په ۱۳۵ ورځو کې به د امریکايي ځواکونو شمېر ۸۶۰۰ تنو ورسېږي او ائتلافي ځواکونه به هم د همدې شمېرې تر سرحده راټیټیږي.
۲: امریکا، متحدین يې او ائتلافي ځواکونه به د افغانستان له ۵ اډو څخه خپل سرتېري وباسي.
که طالبان له نورو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړي، نو امریکا به لاندې ګامونه اوچتوي:
د ۲۰۲۰ کال د مارچ میاشتې تر شلمې نېټې پورې باید طالبان د افغان حکومت زر تنه زندانیان او همدارنګه به افغان حکومت د طالبانو پېنځه زره زندانیان له بنده خوشي کوي او په دې ترڅ کې د خپلمنځي خبرو موده هم په پام کې نیول شوې ده.
همدارنګه ویل شوي؛ امریکا به مرسته وکړي، چې افغان حکومت او طالبان په درې میاشتو کې د یو او بل ټول زندانیان خوشي کړي.
د خپلمنځي خبرو له پيل سره سم امریکا پر طالبانو د بندیزونو د لیرې کولو لړۍ څېړي. پدې معنا، چې که د سولې په خبرو کې پرمختګونه وشول؛ نو د ۲۰۲۰ کال د آګسټ میاشتې تر ۲۷ نېټې پورې به ټول بندیزونه له طالبانو لیرې کېږي.
امریکا همدرانګه د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا له دایمي غړیو غواړي، چې د طالبانو غړي له تور لیسته لیرې کړي.
په دې توګه به امریکا او متحدین يې هم ژمنه کوي، چې نور به د افغانستان ځمکني بشپړتیا ته درناوی کوي او د زور یا کومې بلې لارې به د دې هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه نکوي.
طالبان به هم د امریکا او د دې هېواد د متحدینو پروړاندې د القاعده او نورو ډلو له لوري د افغانستان د خاورې د نه کاریدو لپاره لاندې اقدامات ترسره کوي:
۱: طالبان خپلو غړیو، القاعده او نورو ډلو ته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان له خاورې د امریکا پرضد استفاده وشي.
۲: طالبان هغو کسانو ته، چې د امریکا او متحدینو امنیت ته ګواښ دي؛ څرګند پیام ورکوي، چې په افغانستان کې ځای نلري او خپلو غړیو ته به امر کوي، چې له داسې ډلو سره همکاري ونکړي.
۳: طالبان به د ټولو هغو ډلو مخه نیسي، چې د امریکا او متحدینو امنیت ته ګواښ دي او نه به هغو کسانو ته اجازه ورکوي، چې د افغانستان په خاوره کې سرتېري جذب او یا ځان اکمال کړي.
۴: طالبان ژمن دي؛ له هغو ډلو سره، چې غواړي افغانستان ته پناه یوسي د نړیوالو قوانینو په رڼا کې عمل کوي، چې ونشي کولی د امریکا لپاره ګواښ جوړ کړي.
۵: طالبان هغو ډلو یا کسانو ته پاسپورت، ویزه، جواز یا د سفر اجازه نه ورکوي، چې د امریکا امنیت ګواښي.
دغه راز په هوکړه لیک کې راغلي، چې:
۱: امریکا به غوښتنه کوي، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا دغه هوکړه تائید کړي.
۲: امریکا او طالبان به په خپل منځ کې د ښو اړیکو هڅې کوي او پر دې به تمرکز لري، چې له خپلمنځي خبرو وروسته کوم اسلامي دولت، چې جوړېږي؛ اړیکې به یې له امریکا سره ښې وي.
۳: امریکا کوښښ کوي، چې د افغانستان له نوي دولت سره خپلې اقتصادي اړیکې وساتي او په کورنیو چارو کې يې لاسوهنه ونکړي.
د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ له طالبانو سره د سولې هوکړه له دې کبله ارزښتناکه ګڼي، چې په وینا یې د خپل تاریخ تر ټولو اوږده جګړه یې پای ته ورنږدې کړې او د افغانستان د تلپاتي ثبات او تاوتریخوالي د له منځه وړلو لپاره یې پلانونه د عملي کیدو په حال کې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ په ارګ کې د کب پر ۱۰ چې د فبروري له ۲۹ سره برابره ده ولسمشر اشرف غني د طالبانو او امریکایانو د مشرانو د سولې هوکړې سره همهاله د ناټو له سرمنشي او د امریکا له دفاع وزیر سره د سولې یوه ګډه اعلامیه لاسلیک کړې ده.