تازه خبرونه

د جمعیت اسلامي هڅې پر ملي وحدت او انسجام راڅرخي- فاروق مجروح

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د جمعیت اسلامي د انسجام شورا ویاند وایي؛ ځینې په دې باوردي، چې دغه ګوند د اشخاصو په ګټه کار کوي، خو د جمعیت فعالیت پر ملي وحدت او انسجام راڅرخي.

یو شمېر جهادي څېرو، چې د مرغومې شپږمه یا پر افغانستان د شوروي لښکرو اته دېرشمه کلیزه یې غندله؛ روانه جګړه هم د څوکۍ، واک او مقام د تر لاسه کولو لپاره بولي.

د ملي انسجام او ښه حکومت په برخه کې د ولسمشر سلاکار الماس زاهد وایي، یو شمېر کسان د ښې حکومتدارۍ لپاره هڅې کوي؛ خو یو شمېر نور بیا د څوکۍ او مقام تر لاسه کولو ته جګړه کوي.              

د جمعیت د انسجام شورا ویاند فاروق مجروح وایي، نړیوال په دې هڅه کې دي، چې جهادیان له واک او ځواکه لیرې کړي؛ خو جهادیان هغه خلک دي، چې دیموکراسي یې جوړه کړې ده. مونږ باید وپوهیږو، چې د مجاهد اولاد به ځواک تر لاسه کوي او هڅه وکړو، چې یووالی ومومو او منسجم شو.

د جمعیت اسلامي غړي خلک یووالي، انسجام او ملي یووالي ته را بولي او د جمعیت د انسجام شورا غړی سید اکرم معصومي وایي؛ په هېواد کې اوسنی وضعیت دښمن ته موقع په لاس ورکوي، چې خپلو موخو ته ورسيږي.

د ۱۳۵۸ کال د مرغومي په ۶ د پخواني شوروي پوځونه افغانستان ته راغلل، له نږدې لس کلونو سختو جګړو  او د افغانانو له مقاومت وروسته شوروي پوځیان د ۱۳۶۷ کال د سلواغې په ۲۶ له هېواده ووتل.

Trending

Exit mobile version