تازه خبرونه
د اوبو شبکو جوړولو د ۳۱ پروژو تړونونه لاسلیک شول
د کرنې وزارت له خوانه دهېواد په اووه ولایتونو کې د اوبو د شبکې یو دېرش پروژو د جوړولو تړونونه لاسلیک شول.
د کرني او مالدارۍ وزیر نصیر احمد درانی وايي؛ ټول هغه شرکتونه، چې اړوند تړونونه ورسره لاسلیک شوي باید خپلي پروژې پر ټاکلي وخت تر سره کړي.
د دغو پروژو مالي لګښت ۴۷۱ میلیون افغانۍ کیږي، چې د کرنې د پراختیا نړیوال بنسټ له لوري ورکول کیږي.
ښاغلی درانی زیاتوي؛ د اوبو مدیریت راته خورا مهم دی او هغه شرکتونه، چې ور سره تړونونه کیږي؛ باید د تړون له مخي خپل اړوند کارو نه بشپړ کړي.
د پروژو پلي کوونکي شرکتونه بیا وايي، چې د کرنې وزارت سروې شوي کارونه او پلانونه په عمل کې توپیر لري.
د خصوصي شرکت غړی حشمت الله وایي؛ هغه پروژه، چې وزارت دیزاین کړې له عملي برخي سره خورا بشپړ واټن لري.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په نقشه او ساحه کې اړینه ده، چې توپیرونه رامنځته شي.
دهېواد بزګران، چې دغې غونډې ته راغلي وايي، چې د دغو پروژو له بشپړیدو سره به مو د اوبو د کمښت ستونزه حل شي.
بزګر شاولي نومی وایي، چې لدې کار سره به زمونږ د اوبو د ضایع کیدو مخنیوی وشي او هم به مو د کښت په کچه کې ډېروالی راشي.
وحید الله نومی یو بل بزګر وایي؛ مونږ د پروژو له پلي کوونکیو شرکتونو پخپل وخت د کار خلاصولو هیله کوو، چې کرنه مو ورسره پراخه شي.
د کرنې وزارت وايي، په په دغو یودېرش پروژو کې به ۲۷۲۷ جریبه ځمکه خړوبه او په اووه ولایتونو کې به ۲۵ سلنه د اوبو د ضایع کیدو مخنیوی وشي.
خلریال: اسلم حجاب