تازه خبرونه
د دلاور نیول کیدل له مشرانو جرګې سره هیڅ راز تړاو نلري- مسلمیار
په کابل کې د پولیسو لخوا د مشرانو جرګې د سلاکار دلاور له نیول کیدو وروسته د مشرانو جرګې رييس خپل غبرګون په ډاګه کړ.
پر دلاور تور دی، چې له ترهګریزو شبکو سره یې همکاري کړې ده.
د مشرانو جرګې رييس فضل الهادي مسلمیار وايي، چې له امنیتي بنسټونو څخه د کلک ملاتړ له کبله د پاکستان استخبارات ورته دسیسې جوړوي.
نوموړی زیاتوي، چې دلاور شپږ میاشتې مخکې د مشرانو جرګې سلاکار و.
د مشرانو جرګې رييس فضل الهادي مسلمیار وایي: مونږ د دغې قضیې د څېړلو او د مجرم د نیولو غوښتونکي یو. مونږ د نظام ملاتړي یو نه د شخص.
د مشرانو جرګې نور غړي بیا وايي، که پر دلاور لګیدلي تورونه ثابت شي؛ باید د قانون له مخې قانون پرې پلی شي.
د مشرانو جرګې غړی عبدالوهاب عرفان وایي، چې جرم شخصي عمل دیاو مجرم باید ونه بښل شي.
د مشرانو جرګې غړی محی الدین مصنف وایي: پر دغه کس باید قانون پلی شي. دغه کار خلکو ته ولسي جرګه بې اعتباره کوي.
د مشرانو جرګې سلاکار په داسې حال کې د ترهګرو سره د همکارۍ پر تور نیول شوی، چې په کابل او ولایتونو کې پر مهمو ځایونو وسلوال او ډله ییز بریدونه کیږي.
عام خلک هم وايي، چې له بریدګرو سره د ځينو چارواکو له همکارۍ پرته دا ډول بریدونه ناشوني دي.
خبریال: سمع جهش