تازه خبرونه

د جلال آباد ښار د بیز په اړوند سیمه کې ماین چاودنه شوې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د جلال آباد ښار د څلورمې امنيتي حوزې اړوند د بيز په سيمه کې د څلورمې ناحيې د ګذر د وکيل پر موتر چاودنه شوې.

د ننګرهار امنيه قومندانۍ وياند فریاد خان وايي، چاودنه د وکيل ملک نعيم موتر پورې د نښلول شوي مقناطسي ماين له کبله رامنځته شوې، چې په کې د څلورمې ناحيې د ګذر وکيل ملک نعيم او د هغه دریور ټپي شوي او بل چاته زيان نه دى اوښتى.

خبریال: رحمت الله زیارمل

Trending

Exit mobile version