تازه خبرونه

د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته احتمالي سناریو امنیتي چمتووالی غواړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په ۲۰۲۰ کال کې د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو د تر سره کیدو پورې به له افغانستان څخه ټول امریکایي سرتېري ووځي.

د ملي امنیت شورا د دفتر د سولې برخې رییس احمد شجاع جمال ویلي، چې افغان دولت باید د امنیت له اړخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته احتمالي سناریو ته چمتووالی ونیسي.

د هغه په وینا اوس هم د سولې په خبرو کې ابهامات شته، چې تر اوسه ښکېل لوري پرې هم خبر ندي.

د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو په انستیتوت کې  له ټاکنو وروسته احتمالات اټکل شوي، چې له مخې یې د ملي امنیت شورا د سولې بهرې رییس وایي، د ټاکنو نه تر سره کیدل طالبانو ته سره کرښه نده؛  خو په خبره یې طالبانو خپلې ځینې غوښتنې د سولې په خبرو کې تر اوسه پټې کړې دي

د نوموړي په وینا؛ د امریکا سیاسي مهالوېش ته پاملرنه اړینه ده؛ امریکا د ۲۰۲۰ کال په لومړۍ سې شنبه کې ولسمشریزې ټاکنې تر سره کوي او افغانستان اړه دی، چې د بهرنیو ځواکونو د پوره وتلو احتمالي سناریو ته امنیتي چمتووالی ونیسي.

د ملي دفاع وزارت د پالیسۍ پخواني مرستیال خبرداری ورکړی، چې د ولسمشرۍ ټاکنې به د مشروعیت له کړکېچ سره مخ شي او  پایله به یې لنډ مهالی حکومت یا د ملي وحدت حکومت تازه نسخه وي.

د ملي دفاع وزارت د پالیسۍ پخواني مرستیال تمیم عاصي  ویلي، را روانې ټاکنې به د مشروعیت له کړکېچ سره مخ شي او پایله به یې د ملي وحدت حکومت دوه یمه نسخه وي.

د تمیم عاصي په خبره؛ طالبان غواړي، چې د ټاکنو په نه تر سره کیدو د افغان حکومت ځای ځایګی د یوې سیاسي او نیمه پوځي ډلې په کچه را ټیټ کړي.

نوموړی زیاتوي؛ که ټاکنې د خلکو او نړیوالو په خوښه تر سره شي او په پایله کې یې حکومت رامنځته شي؛ طالبان به دا حکومت ونه مني. د دې حکومت لومړنۍ اجندا به داوي، چې د یو کال په دننه کې بیړنۍ ټاکنې تر سره شي.

باور کیږي، چې که د ولسمشرۍ ټاکنې له کړکېچ سره مخ شي، طالبان به ګټونکي وي.

په کابل کې د آسیا بنسټ استازی عبدالله احمدزی وایي؛ یوازنی دلیل، چې کولی شي ټاکنې وننګوي د امریکا او طالبانو خبرې او د د خپلمنځي خبرو مهالوېش به وي.            

خو آیا نړیواله ټولنته اوس هم د ټاکنو ملاتړې ده؟

د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ رییس نعیم ایوب‌زاده یې په ځواب کې ویلي، چې په تېرو تر سره شویو ټاکنو کې نړیوالې ټولنې د ټاکنو د ترسره کولو لپاره هویت جوړونه وکړه؛ خو دا ځل باور نلرم، چې نړیواله ټولنه هویت جوړونه وکړي؛ ځکه تر دې دمه یې غوره  کړې نهده، چې ټاکنې او که سوله!

په داسې حال کې، چې له طالب استازیو سره نهم پړاو خبرې پیل شوي او ښایي په دې پړاو کې د دواړو لوریو تر منځ وروستۍ هوکړه وشي؛ خو په کابل کې زیاتره خلک باور کوي، چې ټاکنې د سولې بهیر له کبله نه تر سره کیږي او که تر سره هم شي له کړکیچ سره به مخ شي.

دغه څېړنه هغه مهال ښکاره شو، چې ولسمشر غني وویل: په هیڅ قیمت ټاکنې نه ځنډيږي، حتا د سولې لپاره هم نه.

Trending

Exit mobile version