تازه خبرونه
د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته احتمالي سناریو امنیتي چمتووالی غواړي
په ۲۰۲۰ کال کې د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو د تر سره کیدو پورې به له افغانستان څخه ټول امریکایي سرتېري ووځي.
د ملي امنیت شورا د دفتر د سولې برخې رییس احمد شجاع جمال ویلي، چې افغان دولت باید د امنیت له اړخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته احتمالي سناریو ته چمتووالی ونیسي.
د هغه په وینا اوس هم د سولې په خبرو کې ابهامات شته، چې تر اوسه ښکېل لوري پرې هم خبر ندي.
د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو په انستیتوت کې له ټاکنو وروسته احتمالات اټکل شوي، چې له مخې یې د ملي امنیت شورا د سولې بهرې رییس وایي، د ټاکنو نه تر سره کیدل طالبانو ته سره کرښه نده؛ خو په خبره یې طالبانو خپلې ځینې غوښتنې د سولې په خبرو کې تر اوسه پټې کړې دي
د نوموړي په وینا؛ د امریکا سیاسي مهالوېش ته پاملرنه اړینه ده؛ امریکا د ۲۰۲۰ کال په لومړۍ سې شنبه کې ولسمشریزې ټاکنې تر سره کوي او افغانستان اړه دی، چې د بهرنیو ځواکونو د پوره وتلو احتمالي سناریو ته امنیتي چمتووالی ونیسي.
د ملي دفاع وزارت د پالیسۍ پخواني مرستیال خبرداری ورکړی، چې د ولسمشرۍ ټاکنې به د مشروعیت له کړکېچ سره مخ شي او پایله به یې لنډ مهالی حکومت یا د ملي وحدت حکومت تازه نسخه وي.
د ملي دفاع وزارت د پالیسۍ پخواني مرستیال تمیم عاصي ویلي، را روانې ټاکنې به د مشروعیت له کړکېچ سره مخ شي او پایله به یې د ملي وحدت حکومت دوه یمه نسخه وي.
د تمیم عاصي په خبره؛ طالبان غواړي، چې د ټاکنو په نه تر سره کیدو د افغان حکومت ځای ځایګی د یوې سیاسي او نیمه پوځي ډلې په کچه را ټیټ کړي.
نوموړی زیاتوي؛ که ټاکنې د خلکو او نړیوالو په خوښه تر سره شي او په پایله کې یې حکومت رامنځته شي؛ طالبان به دا حکومت ونه مني. د دې حکومت لومړنۍ اجندا به داوي، چې د یو کال په دننه کې بیړنۍ ټاکنې تر سره شي.
باور کیږي، چې که د ولسمشرۍ ټاکنې له کړکېچ سره مخ شي، طالبان به ګټونکي وي.
په کابل کې د آسیا بنسټ استازی عبدالله احمدزی وایي؛ یوازنی دلیل، چې کولی شي ټاکنې وننګوي د امریکا او طالبانو خبرې او د د خپلمنځي خبرو مهالوېش به وي.
خو آیا نړیواله ټولنته اوس هم د ټاکنو ملاتړې ده؟
د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ رییس نعیم ایوبزاده یې په ځواب کې ویلي، چې په تېرو تر سره شویو ټاکنو کې نړیوالې ټولنې د ټاکنو د ترسره کولو لپاره هویت جوړونه وکړه؛ خو دا ځل باور نلرم، چې نړیواله ټولنه هویت جوړونه وکړي؛ ځکه تر دې دمه یې غوره کړې نهده، چې ټاکنې او که سوله!
په داسې حال کې، چې له طالب استازیو سره نهم پړاو خبرې پیل شوي او ښایي په دې پړاو کې د دواړو لوریو تر منځ وروستۍ هوکړه وشي؛ خو په کابل کې زیاتره خلک باور کوي، چې ټاکنې د سولې بهیر له کبله نه تر سره کیږي او که تر سره هم شي له کړکیچ سره به مخ شي.
دغه څېړنه هغه مهال ښکاره شو، چې ولسمشر غني وویل: په هیڅ قیمت ټاکنې نه ځنډيږي، حتا د سولې لپاره هم نه.
تازه خبرونه
پر کونړ د پاکستاني پوځ توغندیز بریدونه؛ ۴ «شهیدان» او لسګونه ټپیان
د سرچینو د څرګندونو له مخې؛ نن(دوشنبه د غویي اوومه) د پاکستاني پوځیانو په برید کې ۴ کسان«شهیدان» شوي او ۴۵ نور ټپیان دي.
په کونړ ولایت کې ځایي سرچینو آریانا نیوز ته تأیید کړې، چې د پاکستاني ځواکونو د راکټي بریدونو له کبله ګڼشمېر ملکي وګړي «شهیدان» او ټپیان شوي دي.
د سرچینو د څرګندونو له مخې؛ نن(دوشنبه د غویي اوومه) د پاکستاني پوځیانو په برید کې ۴ کسان«شهیدان» شوي او ۴۵ نور ټپیان دي.
سرچینو زیاته کړې، چې ډېری ټپیان ښځې او ماشومان دي، چې دا چاره په دې سیمه کې د بشري وضعیت په اړه اندېښنې زیاتوي.
ځایي سرچینو همدارنګه ویلي، چې پاکستاني پوځیانو یو ځل بیا د دې ولایت د مرکز د یارګل اړوند سیمه هم پر نښه کړې ده.
د دغو سرچینو د څرګندونو له مخې، په دې بریدونو کې د کونړ ولایت د پوهنتون لیلیه هم زیانمنه شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستاني پوځیانو تېره شپه او نن غرمه هم په سپین بولډک کې یو ماشوم «شهید» کړ او پر ملکي سیمو یې توغندیز بریدونه وکړل، چې د افغان ځواکونو په ځوابي بریدونو کې ۶ پوځیان وژل شوي او لسګونه وسلې هم تر لاسه شوي دي.
تازه خبرونه
اسلامي امارت د غویي اوومه وغندله او اتمه یې ویاړلې ورځ وبلله
اسلامي امارت ویلي، چې د ۱۳۵۷ لمریز لېږدیز کال د غویي اووهمې کودتا په افغانستان کې بهرنۍ لاسوهنې ته لار هواره کړه.
د افغانستان اسلامي امارت د غویي اوومې او اتهمې د کلیزې پر مناسبت یوه خبرپاڼه خپره کړې، چې په کې یې د افغانستان د خلق ډیموکراټیک ګوند لهخوا د محمد داوود خان د حکومت پر وړاندې پوځي کودتا غندلې او د مجاهدینو د بریا ورځ یې ویاړلې بللې ده.
اسلامي امارت ویلي، چې د ۱۳۵۷ لمریز لېږدیز کال د غویي اوومې کودتا په افغانستان کې بهرنۍ لاسوهنې ته لار هواره کړه.
اسلامي امارت څرګنده کړې، چې د افغانستان خلکو د ۱۴ کلنې وسلهوالې مبارزې له لارې د بهرني حضور پر وړاندې ټینګار او مقاومت وکړ او په پای کې یې د ۱۳۷۱ لمریز لېږدیز کال د غویي پر اتمه خپله خپلواکي ترلاسه کړه.
دغه راز اسلامي امارت دا یادونه هم کړې، چې د جهاد له پای وروسته افغانستان له کورنیو اختلافاتو او تنظیمي جګړو سره مخ شو، چې د یوه سوچه شرعي نظام د جوړېدا هیلې یې پر ناهیلۍ واړولې.
په اعلامیه کې ټینګار شوی، چې اسلامي امارت د ګډوډۍ د پای ته رسولو، د یووالي د ترویج او د شرعي نظام د نافذولو لپاره رامنځته شوی او دغه موخې تر لاسه شوې دي.
اسلامي امارت همدارنګه د اوسني نظام د ساتنې پر اړتیا ټینګار کړی او له افغانانو یې غوښتي، چې په هېواد کې د ثبات ساتلو او د حکومتي جوړښتونو د پیاوړتیا لپاره یو موټی او ژمن پاتې شي.
تازه خبرونه
په جوزجان کې د ۱۶۰ میلیون ډالرو پر پانګونه د یتیمتاق د سمنټو کارخونې جوړولو چارې پیل شوې
په دې مراسمو کې ملا برادر ټینګار وکړ، چې د کورني صنعت پیاوړتیا او له کورنیو تولیداتو ملاتړ د افغانستان د اقتصادي ودې بنسټیزه برخه ده او هېواد ورو ورو له تولیدي اقتصاد سره مخ کوي.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن دوشنبه( د غویي اوومه) په جوزجان ولایت کې د یتیمتاق د سمنټو د تولیدي کارخونې د جوړولو کار پرانیست.
په دې مراسمو کې ملا برادر ټینګار وکړ، چې د کورني صنعت پیاوړتیا او له کورنیو تولیداتو ملاتړ د افغانستان د اقتصادي ودې بنسټیزه برخه ده او هېواد ورو ورو له تولیدي اقتصاد سره مخ کوي.
هغه وویل، د دې سترې صنعتي پروژې پیل د کورني تولید د ظرفیت د پراختیا، پر وارداتو د تکیا کمولو او د دوامداره اقتصادي پرمختګ د ترویج لپاره د پرلهپسې هڅو ښکارندویي کوي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې: د اسلامي امارت اقتصادي پالیسي پر کورنيو تولیدات راڅرخیږي او خام مواد د دې پر ځای، چې بېپروسسه صادر شي؛ په هېواد کې دننه پروسس شي.
ملا برادر همدارنګه له نړیوالې ټولنې وغوښتل؛ له افغانستان سره اقتصادي تعامل له رسمي لارو پیاوړی کړي او هغه څه یې، چې د هېواد د امنیتي وضعیت ښهوالی، سیاسي ثبات او نهکارېدلي اقتصادي فرصتونه وبلل، وځلول.
هغه خبرداری ورکړ، چې د نړیوالې اقتصادي همکارۍ محدودول، د انزوا پالیسۍ تعقیبول او د بندیزونو اوږدېدل نه یوازې نړیوالې اقتصادي ستونزې نه حلوي، بلکې نوي خطرونه هم رامنځته کوي او سیمهییزې او نړیوالې همکارۍ کمزورې کوي.
نوموړي هېوادوالو ته د دې پروژې د پیل مبارکي وویله او له اړوند مسوولانو او قراردادي شرکت څخه یې وغوښتل، چې د لوړ کیفیت لرونکی کار او پر وخت بشپړول یقیني کړي.
ویل کېږي، چې د یتیمتاق د سمنټو کارخونه د ۱۶۰ میلیون ډالرو پر پانګونه د یوه ترکي شرکت له لوري جوړېږي. تمه ده، چې له بشپړېدا وروسته به دغه کارخونه هره ورځ ۳۰۰۰ ټنه سمنټ تولید او شاوخوا ۵۰۰۰ مستقیم او غیرمستقیم کاري فرصتونه به رامنځته کړي. دا پروژه به په دوه کلونو کې بشپړه شي.
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoایران د هرمز تنګي پر سټرټیژیکه لار خپل واک او څار زیات کړ
-
تازه خبرونه4 days agoفرضي کرښې ته نږدې ۱۲۵ پراختیایي پروژۍ پلې کیږي
-
تازه خبرونه4 days agoپه تخار کې ولسي غونډه؛ پر ملي یووالي ټینګار او د نظام ملاتړ
-
تازه خبرونه4 days agoولس د استخباراتي کړیو د توطیو او نیرنګونو پر وړاندې هوښیار او متحد دی -نوراللهنوري
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoد ټرمپ پرېکړې د ایران–امریکا د سولې هیلې اغېزمنې کړې
-
لوبی1 day agoافغانستان، ازبکستان او تاجکستان د غېږنیونې په نړیواله سیالۍ کې غوره مقامونه خپل کړل
-
تحول5 days agoتحول: د ایران او امریکا تر منځ د اوربند غځېدا
-
سیمه ییز خبرونه13 hours agoایران امریکا ته د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو او جګړې د پای ته رسولو وړاندیز وکړ- اکسیوس
