تازه خبرونه
د دوحې خبرې امریکا ته د طالبانو برخلیک په ډاګه کوي- امرالله صالح
له جمعیت اسلامي څخه بېلې شوې د جمعیت اسلامي د انسجام شورا د شنبې پر ورځ( د وږي ۲) د اشرف غني په مشرۍ له دولت جوړونکې ټاکنیزې ډلې ملاتړ څرګند کړ.
د سولې خبرې هم پدې کمپایني ناستې سیوری غوړولی؛ د دولت جوړونکې ټاکنیزې ډلې لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، په قطر کې د طالبانو او امریکایانو خبرې د افغانستان له خلکو سره اړیکه نلري او یوازې د امریکا او طالبانو تر منځ معامله ده او پایله به یې د افغانستان خلکو ته هم د منلو نه وي.
هغه وزیاته کړې؛ په راتلوونکیو ورځو کې به د افغانستان خلک د سترو خبرونو شاهد وي، خو په خبره یې د خبرو اترو له څرنګوالي باید وېره ونشي.
د اسلامي جمعیت د انسجام شورا رییس سید اکرام معصومي ویلي، چې زمونږ مخکنی جمعیت د همدې جمعیت یوه برخه وه او د همدې جمعیت برخه ده او له همدې ځایه له دولت جوړوونکې ډلې خپل ملاتړ اعلاموو.
دا خبرې په داسې حال کې راپورته کیږي، چې د ځینو سرچینو د څرګندونو له مخې؛ ټاکل شوې له دوه تر درې ناستو وروسته د طالب استازیو او امریکایانو خبرې هم وروستۍ شي.
خبریال: سمیع جهش