Connect with us

تازه خبرونه

د دوحې خبرې امریکا ته د طالبانو برخلیک په ډاګه کوي- امرالله صالح

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د دولت جوړونکې ټاکنیزې ډلې لومړي مرستیال د اسلامي جمعیت د انسجام شورا د ملاتړ په غونډه کې ویلي، چې په قطر کې د طالب استازیو او امریکایانو خبرې یوازې د طالبانو برخلیک ټاکي او د افغانستان د خلکو لپاره به اجرائیوي پایله ونلري او نه به نوییمې لسیزې ته ور وګرځي.

له جمعیت اسلامي څخه بېلې شوې د جمعیت اسلامي د انسجام شورا د شنبې پر ورځ( د وږي ۲) د اشرف غني په مشرۍ له دولت جوړونکې ټاکنیزې ډلې ملاتړ څرګند کړ.

د سولې خبرې هم پدې کمپایني ناستې سیوری غوړولی؛ د دولت جوړونکې ټاکنیزې ډلې لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، په قطر کې د طالبانو او امریکایانو خبرې د افغانستان له خلکو سره اړیکه نلري او یوازې د امریکا او طالبانو تر منځ معامله ده او پایله به یې د افغانستان خلکو ته هم د منلو نه وي.

هغه وزیاته کړې؛ په راتلوونکیو ورځو کې به د افغانستان خلک د سترو خبرونو شاهد وي، خو په خبره یې د خبرو اترو له څرنګوالي باید وېره ونشي.

د اسلامي جمعیت د انسجام شورا رییس سید اکرام معصومي ویلي، چې زمونږ مخکنی جمعیت د همدې جمعیت یوه برخه وه او د همدې جمعیت برخه ده او له همدې ځایه له دولت جوړوونکې ډلې خپل ملاتړ اعلاموو.          

دا خبرې په داسې حال کې راپورته کیږي، چې د ځینو سرچینو د څرګندونو له مخې؛ ټاکل شوې له دوه تر درې ناستو وروسته د طالب استازیو او امریکایانو خبرې  هم وروستۍ شي.

خبریال: سمیع جهش

تازه خبرونه

Floods leave 18 dead, destroy hundreds of homes in Faryab

Published

on

(Last Updated On: غویی ۳۰, ۱۴۰۳)

At least 18 people have died and two others have been injured following floods in Faryab province on Saturday night, the Ministry of Refugees and Repatriation announced Sunday.

The flash floods occurred in Pashtunkot, Almar, Qaisar, Belcheragh, Khyber and Dawlat Abad districts, the ministry said in a statement.

560 houses, 850 acres of agricultural land, 110 shops and a mobile clinic were destroyed as a result of the floods, according to the statement.

In addition, 300 livestock perished and 2,000 fruit trees were destroyed, the statement said.

This comes just a week after deadly floods left over 300 people dead in northern Afghanistan.

Continue Reading

تازه خبرونه

له سوالګرۍ څخه د مخنیوي قانون په رسمي جریده کې خپور شو

Published

on

(Last Updated On: غویی ۳۰, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د څرګندونو له مخې؛ د سوالګرو راټولولو او له سوالګرۍ څخه د مخنیوي قانون، چې په یوه مقدمه، ۳ فصلونو او ۲۷ مادو کې ترتیب شوی؛ د اسلامي امارت رهبر مولوی هبة الله اخوندزاده توشیح کړی او په رسمي جریده کې خپور شو.

د عدلیې وزارت ويلي؛ د دغه قانون له مخې روغ، کاسب او هغو کسانو لپاره، چې د یوې ورځې د خوراکي توکو د برابرولو وړتیا لري، سوال کول منع دي.

دا قانون د سوال کولو لپاره د ماشومانو او معلولینو کارول هم منع کوي.

د دغه قانون له مخې: هغه مسلکي سوالګر، چې د خلکو د خواخوږۍ د جلبولو په موخه له ماشوم، لیوني او معيوب څخه کار اخلي؛ د محکمې له‌خوا پر يوه مياشت بند محکومېږي او تنظيموونکي يې تر شپږ مياشتو پورې پر بند محکومېږي.

په ۱۴۰۱ لمریز لېږدیز کال کې، د اسلامي امارت مشر د سوالګرو راټولولو امر وکړ، چې تر اوسه په لسګونو زره سوالګر راټول او په اړه یې بېلابېلې پرېکړې شوې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

جاپان د افغانستان له سیلاب ځپلیو سره د بېړنیو مرستو ژمنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۷, ۱۴۰۳)

په افغانستان کې د جاپان سفارت د پنجشنبې پر ورځ په ډاګه کړه، چې د افغانستان د شمال له سیلاب ځپلیو خلکو سره به بېړنۍ مرستې وکړي.

د سفارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دا مرستې به د جاپان د نړيوالې همکارۍ ادارې (JICA) له لارې د سره صليب او سرې مياشتې ټولنې (IFRC) او افغاني سرې مياشتې ټولنې (ARCS) پر همکارۍ ترسره شي.

دا مرست خیمې، کمبلې او نور اړین توکي رانغاړي.

په یادې خبرپاڼه کې راغلي؛ جاپان پرېکړه کړې، چې ډېر ژر به د افغانستان د سيلاب ځپلیو خلکو د مرستې لپاره بېړنۍ مرستې وکړي. مونږ تل د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ یوو.

دغه راز د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) ویلي، چې په بغلان، بدخشان او تخار ولایتونو کې د سختو بارانونو او سیلابونو له کبله ۸ زره ۹۷۵ کورونه ویجاړ شوي او یا هم زیانمن شوي دي.

روسیې هم د اړتیا په صورت کې د مرستې ژمنه کړې ده.

دا په داسې حال کې، چې د اسلامي همکاریو ټولنې (OIC) هم له اسلامي هېوادونو او مرستندویه ټولونو غوښتي، چې د افغانستان له سیلاب ځپلیو سره مرسته وکړي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!