تازه خبرونه

د بهرنیو سرتېرو بېړنی تګ به افغان حکومت له فشارونو سره مخ کړي ـ حمدالله محب

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ملي امنیت شورا سلاکار وايي، له افغانستان څخه د بهرنیو سرتېرو بېړنی تګ به افغان حکومت له ډېرو فشارونو سره مخ کړي.

له طالبانو سره د امریکا خبرې ودریدې؛ خو اوس هم په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو راتلونکی حضور څرګند ندی.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وايي، که امریکايي سرتېري له افغانستان څخه په بیړه ووځي؛ افغان حکومت به له ډېرو فشارونو سره مخ شي.

هغه له سي بي اس تلویزیون سره په خبرو کې څرګنده کړې، چې روان کال په روانه لسیزه کې له ټولو سخت جګړه ییز کال و.

د حمدالله محب په وینا؛ که په بیړه له افغانستان څخه بهرني سرتېري وتلي وای مونږ به له ډېر فشار سره مخ شوي وای. مونږ له فني پلوه په امریکايي پوځونو پورې تړلي یو. هوايي ملاتړ، څېړنې او پلټڼې او پرمختللي استخبارات، چې مونږ یې تر اوسه نلرو.

کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال حوشال سادات وايي، چې داعش او القاعده اوس هم له افغانستان څخه د امریکا په ګډون په بهرنیو هېواودنو کې اړیکې لري؛ نو، ځکه دوی هم په افغانستان کې د بهرنیو سرتېرو حضور اړین بولي.

د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو نوماند جوبایدن ویلي، چې افغانستان درې ټوټې هېواد دی، چې په باور یې جوړیدل یې ناشوني دي.

د نوموړي په باور؛ ممکنه نده، چې افغانستان جوړ کړو او د جوړیدو هم ندی.

امریکا له افغانستان څخه له وتلو سره سره هم کولی شي، چې له ترهګرۍ څخه ځان وژغوري؛ خو که مونږ په پاکستان کې اډه ولرو.

مونږ کولی شو، چې له پاکستان څخه د اډو غوښتنه وکړو او د اړتیا پر وخت له هغو اډو څخه زمونږ الوتکې پرواز وکړي.

دغو اختلافي څرګندونو ته په کتو او له طالبانو سره د امریکا د خبرو له لغوه کیدو سره سره معلومه نده، چې د افغانستان جګړه به کوم لوري ته ولاړه شي.

Trending

Exit mobile version