بلخ @ps

د علماوو د ترورستي بریدونو طراح او مسوول ونیول شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ملي امنیت عموي ریاست خبر ورکوي، چې ملي امنیتي ځواکونو د علماوو د ترورستي بریدونو طراح او مسوول طالب نصیر احمد د محمد رحیم زوی نیولی دی.

د خبرپاڼې له مخې؛  نوموړي د روان کال د ثور پر ۱۹ د پروان ولایت د علماوو شورا رییس په داسې حال کې ترور او وژلی، چې تدریس یې کاوه.

نصیر احمد دوه کاله مخکې د قاري محبوب ډاډ د سیمه ییزو طالبانو لیکو ته وردننه شوی و، یو شمې دیني علما او  قومي مشران ترور او ووژني.

خبر پاڼې په ډاګه کړې؛ نوموړي منلې، چې په پروان دارالعلوم کې بمي چاودنه ده پخپله کړې، چې په پایله کې یې د علماوو شورا رییس عبدالرحیم شاه آغا ووژل شو او د قرآن کریم حافظان ټپیان شوي دي.

Trending

Exit mobile version