تازه خبرونه

د سولې خبرې د یو کس او یو وزارت کار ندی – داکترعبدالله

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

اجرائیه ریاست څرګنده کړې، چې سوله د یو کس او یو وزارت کار ندی او له طالبانو سره خبرې کوونکی پلاوی باید د حکومت په ګډون ولسي وي.

ارګ وایي، د سولې مذاکرتي ډله یي چمتو کړې؛ خو سپيدارماڼۍ ټینګارکړی، چې تراوسه هم دغه پلاوی ندی جوړ شوی.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ټینګار کړی، چې مذاکراتي ډله چمتو ده؛ خو طالبان باید د خپلمنځي خبرو له پیلیدو مخکې اوربند د شرط په توګه ومني.  

له یوې خوا طالبان او سپیدار ماڼۍ ده، چې اوربند ته غاړه نږدي او له بلې خوا  ارګ دی، چې د تاوتریخوالي کمیدل عملي نه بولي او د ملي وحدت حکومت په دننه کې دواړه رهبران د هرې ورځې له تېریدو سره د سولې په تړاو له نویو مخالفتونو سره راڅرګندیږي.

ولسمشر اشرف غني تېره اوونۍ د سولې مذاکراتو د پرمخ وړلو لپاره ټول واک د سولي په چارو کې د دولت وزارت ته وسپاره، چې اوس په ښکاره دغه چاره د هغه د حکومت د شریک له مزاج سره په ټکر کې ښکاره شوې ده.

د اجرايي رییس عبدالله عبدالله او ولسمشر غني ترمنځ وروستۍ ناندرې ښيي، چې اختلافات یې اوس هم ژور دي او په آسانۍ د حل وړ ندي؛ ځکه، چې پر ځانګړي واک او ځواک راڅرخي.

دغه راز اجرائیه رییس په حکومت کې د ولسمشر لخوا وروستي بدلونونه یو اړخیز بولي او څرګندوي؛ هغه څه، چې دی یې سکوت ته اړ کړی د سیاسي نظام ثبات ساتنه ده.

داسې برېښي، چې ولسي جرګه هم د حکومتي مشرانو لدې کړنو ستړې شوې او یو شمېر غړیو یې ويلي، چې د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پایلې باید ژرترژره اعلان شي، دغه حکومتي ناندرۍ هم ور سره پای ومومي.

د افغانستان سیاسيون د ارګ او سپیدار ماڼیو تر منځ د سولې بهیر په تړاو پر تضادونو نیوکې کوي او وايي، چې د حکومت په دننه کې دغه درز به د سولې بهیر له ستونزو سره مخ کړي.

سیاسي شنونکی صدیق پتمن وایي، چې مونږ باید دوه ټکو ته پوره پام وکړو؛ یو د سولې په اړه د اندونو نږدې کیدل دي او بل د سولې خبرو پیلول دی، چې دا باید یوه  ګده پته ولري.             

باورونه دا دي، چې افغانستان د معاصر تاریخ په روان پړاو کې له یوه بنسټیز حالت سره مخ دی او هر ډول سیاسي اختلافات، لفظې شخړې او یا هم جدي، انفرادي چلند او ناندرې کولی شي د سولې روان بهیرله کړکیچ سره مخ کړي یا هم کولی شي طالبانو ته د لا ډېرو امتیازاتو د ترلاسه کولو زمینه برابره کړي.

د افغانستان د سولي کور د بورد غړې نګینه یاري وایي؛ دا سمه ده، چې د سولې لپاره یو جوړښت د وزارت په توګه رامنځته شوی او ځانګړي تشکیلات هم لري؛ خو دا جوړښت او تشکیل د سولې د ټولو چارو ځواب ورکوونکی کیدی نشي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ مذاکرات ښه په درز کې روان دي او ټاکل شوې، چې د دواړو لوریو ترمنځ د وروستي شوي هوکړه لیک له احتمالي لاسلیک وروسته د افغانانو تر منځ خپلمنځي خبرې  پیل شي.

Trending

Exit mobile version