تازه خبرونه
د جګړې په ډګر کې بې پروایي د منلو نه ده
د وسلوالو ځواکونو اعلی سرقومندان ولسمشر غني د ملي، امنیتي او دفاعي سرتېرو ملي ورځ نمانځغونډې ته وویل: په داسې حال کې، چې سولې ته هیله من یو؛ خو د جګړې په ډګر کې بې پروایي د منلو نه ده او باید له دښمنانو سره د مبارزې لپاره لازم چمتوالی ولرو.
د افغانستان ولسمشر او د وسلوالو ځواکونو اعلی سرقومندان ټینګار کوي، چې سوله او جګړه دواړه د سیمې له امنیت سره مستقیمه اړیکه لري او وایي: ګډ خطرونه افغانستان او بیا تاسې ګواښي؛ داخلي سوله به راشي، خو دا مو د مبارزې پای نه دی.
اجرائیه رییس په دې باور دی، چې طالبانو ته د سولې پیغام د مسوولیتونو د کمیدو معنا نلري.
د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله وایي، د سولې پیام د خلکو غوښتنه وه او هغه ورکړ شو، چې مونږ سوله غواړو او حاضر یو، چې د سولې خبرې وکړو. دا پیام ستاسو چمتوالی د افغانستان په ساتنه کې نه راکموي.
د ملي دفاع وزیر د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د اصلاحاتو تر څنګ د جګړې پر دوام ټینګار کوي.
د ملي دفاع وزیر طارق شاه بهرامي وایي، د اصلاحاتو مشري او د جګړې مدیریت زمونږ غوره پروګرامونه دي؛ خو مونږ له وسلوالو مخالفانو سره د جګړې پر هڅو ډېر ټینګار کوو.
د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک وایي، زمونږ جګړه مشروع او شرعي ده او له خپلې خاورې ساتنه کوو.
د ملي امنیت لوی رییس محمد معصوم ستانکزی وایي، مونږ په افغانستان کې جګړې ته اړ شوي یو. مونږ د جنګ لپاره جنګ نکوو، مونږ د سولې لپاره جنګیږو او یوه ورځ به دې سولې ته ورسیږو.
په دغو مراسمو کې د ملي دفاع وزارت په وړاندیز او د ولسمشر په منظورۍ د ملي دفاع وزارت لوی درستیز شریف یفتلي ته د ډګر جنرالۍ له رتبې څخه ستر جنرالۍ ته ترفیع ورکړ شوه او همدارنګه د کب د نهمې په مناسبت د ملي، امنیتي او دفاعي ځواکونو یو شمېر منسوبینو ته د امنیت په ټینګښت کې د هغوی د هڅو د درناوي په خاطر دولتي مدالونه، نښانونه، ستاینلیکونه او نقدي مرستې ډالۍ شوې.