تازه خبرونه
د سولې د ټینګښت لپاره ولسي فشار زیات کړئ- ولسمشرغني
افغان ولسمشر د پکتیا خلکو ته د وینا پر مهال له ولسونو وغوښتل، چې د سولې د ټینګښت لپاره پر ښکېلو خواوو ولسي فشار زیات کړي.
دا د ملي وحدت حکومت له جوړیدو را وروسته پکتیا ولایت ته د افغان ولسمشر درېیم رسمي سفر دی.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني له یو شمېر وزیرانو سره د یکشنبې پر ورځ( د وري ۱۲) پکتیا ولایت ته دوه ورځنی سفر وکړ او په ګردیز کې یې د ارغندې-ګردیز د ۲۲۰ کيلوولته برښنا لين او د ګردیز د ۲۲۰ کيلوولت سب ستیشن پرانسته وکړه.
هغه وایي: په دې سره به پکتیا صنعتي ولایت شي او د پکتیا ۳۵ زره کورنۍ به روښانه کړي.
ولسمشر د سولې د ټینګښت په موخه له خلکو وغوښتل، چې په دې برخه کې پر دواړو لوریو ولسي فشارونه ډېر کړي.
ولسمشر اشرف غني په دې سفر کې د اداري فساد پر وړاندې پر مبارزه ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه، چې پارلماني اولسمشریزې ټاکنې به پخپل وخت ترسره شي.
ولسمشر څرګنده کړې، چې له فساد سره د مبارزې په لار کې یې د کورنیو چارو وزارت ۱۷ کارکوونکي څارنوالۍ ته ورپېژندلي او که ان د کورنیو چارو وزیر له ولایتونو سره دوه ګونې چلند وکړي؛ مستقیمآ به څارنوالۍ ته ولیږل شي.
ښاغلي غني د پوهنې په برخه کې د شته ستونزو د حل په موخه وایي: سږ کال ۲۰۰ میلیون دالر ځانګړي شوي او د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت په چوکات کې به ۶۰۰ ښوونځي په کلیوالي سیمو کې جوړ شي.
ولسمشر دغه راز د ګردیزـ زرمت سړک د جوړولو او د پکتیا د امنیه قومندانۍ د نوې ودانې د جوړولو چارې پیل او د ده په حضور کې د ښار جوړونې او سوداګرۍ وزارتونو ترمنځ د پکتیا د صنعتي پارک او ښار جوړونې وزارت او محلي ارګانونو د خپلواکې ادارې ترمنځ د شهیدانو او ښوونکیو د ښارګوټي د جوړولو هوکړه لیکونه هم لاسلیک شول.
لویې پکتیا ته د ولسمشر غني درېیم سفر په داسې مهال تر سره کیږي، چې په هلمند ولایت کې د ځایي چارواکي په خبره، د سولې په ملاتړ پرلت کوونکیو خپل ۴۸ ساعته غذايي اعتصاب مات کړی دی.
خبریال: فریدالله ظاهر