Connect with us

تازه خبرونه

د سولې د ټینګښت لپاره ولسي فشار زیات کړئ- ولسمشرغني

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

افغان ولسمشر د پکتیا خلکو ته د وینا پر مهال له ولسونو وغوښتل، چې د سولې د ټینګښت لپاره پر ښکېلو خواوو ولسي فشار زیات کړي.

دا د ملي وحدت حکومت له جوړیدو را وروسته پکتیا ولایت ته د افغان ولسمشر درېیم رسمي سفر دی.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني له یو شمېر وزیرانو سره د یکشنبې پر ورځ( د وري ۱۲) پکتیا ولایت ته دوه ورځنی سفر وکړ او په ګردیز کې یې د ارغندې-ګردیز د ۲۲۰ کيلوولته برښنا لين او د ګردیز د ۲۲۰ کيلوولت سب ستیشن پرانسته وکړه.

هغه وایي: په دې سره به پکتیا صنعتي ولایت شي  او د پکتیا ۳۵ زره کورنۍ به  روښانه کړي.  

ولسمشر د سولې د ټینګښت په موخه له خلکو وغوښتل، چې په دې برخه کې پر دواړو لوریو ولسي فشارونه ډېر کړي.

ولسمشر اشرف غني په دې سفر کې د اداري فساد پر وړاندې پر مبارزه ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه، چې پارلماني اولسمشریزې ټاکنې به پخپل وخت ترسره شي.

ولسمشر څرګنده کړې، چې له فساد سره د مبارزې په لار کې یې د کورنیو چارو وزارت ۱۷ کارکوونکي څارنوالۍ ته ورپېژندلي او که ان د کورنیو چارو وزیر له ولایتونو سره دوه ګونې چلند وکړي؛ مستقیمآ به څارنوالۍ ته ولیږل شي.

ښاغلي غني د پوهنې په برخه کې د شته ستونزو د حل په موخه وایي: سږ کال ۲۰۰ میلیون دالر ځانګړي شوي او د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت په چوکات کې به ۶۰۰ ښوونځي په کلیوالي سیمو کې جوړ شي.

ولسمشر دغه راز د ګردیزـ زرمت سړک د جوړولو او د پکتیا د امنیه قومندانۍ د نوې ودانې د جوړولو چارې پیل او د ده په حضور کې د ښار جوړونې او سوداګرۍ وزارتونو ترمنځ د پکتیا د صنعتي پارک او ښار جوړونې وزارت او محلي ارګانونو د خپلواکې ادارې ترمنځ د شهیدانو او ښوونکیو د ښارګوټي د جوړولو هوکړه لیکونه هم لاسلیک شول.

لویې پکتیا ته د ولسمشر غني درېیم سفر په داسې مهال تر سره کیږي، چې په هلمند ولایت کې د ځایي چارواکي په خبره، د سولې په ملاتړ پرلت کوونکیو خپل ۴۸ ساعته غذايي اعتصاب مات کړی دی.

خبریال: فریدالله ظاهر

تازه خبرونه

آریانا نړیوال ټلویزیون “د ویډیو په ثبتولو کې د مرستې غوښتنې” یو نوی پروګرام پیل کړ

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۸, ۱۴۰۳)

آریانا نړیوال ټلویزیون (ATN) د سې شنبې پر ورځ (د غبرګولي اوومه) په افغانستان کې د “ د ویډیو په ثبتولو کې د مرستې غوښتنې ” تر سرلیک لاندې خپل نوی پروګرام پیل او په ټول هېواد کې د منځپانګې تولیدوونکیو ته اجازه ورکوي، چې آریانا نیوز ته د عامې خبرتیا لپاره خبر جوړوونکې ویډیوګانې او انځورونه راولېږي.

په پیل کې کولی شئ انځورونه او ویډیوګانې WhatsApp ته راولیږئ، چې آریانا نیوز یې وارزوي. که ومنل شي؛ نو ورسره یو رسمي بهیر پیلیږي، چې وروسته به د منځپانګې رالېږونکي ته د رالېږلو پیسې ورکړ شي.

دا مشارکتي نوښت په ځانګړي توګه د بېړنیو خبرونو د ترلاسه کولو لپاره ګټور دی؛ ځکه هر څوک، چې یو ځیرک ګرځند ولري او د پیښې د پېښېدا په ځای کې وي، کولی شي سمدستي ترې خپله ویډیو او انځور آریانا نیوز ته د کارولو لپاره راواستوي.

له رالېږنې وروسته آریانانیوز د کارولو لپاره وډیډیو او انځور غوره کوي او بیا د منځپانګې له اخیستونکي او رالېږونکي سره اړیکه نیسي.

د ویډیوګانو یا انځورونو د ارزولو لپاره ځانګړي پړاوونه په پام کې نیول شوي او داسې مقررات شته، چې باید ومنل شي.

د ویډیو او انځورونو د رالېږلو لارښوونې

ټوله رالېږل شوې منځپانګه باید اصلي او ستاسو لخوا رامنځته شوې وي. مونږ هغه منځپانګې او توکي نه منو، چې په کې د چاپ له حق یا سوداګریزو قوانینو سرغړونه شوې وي.

مونږ ته له اوبپاڼو څخه ډاونلوډ شوې ویډیوګانې یا انځورونه مه رالېږئ.

کیفیت: کیفیت لرونکې منځپانګه، چې څرګند تمرکز په کې وي؛ د منلو شونتیا به یې ډېره وي.

تړاو: مونږ د خبري پېښې اړوند منځپانګې ته اړتیا لرو، چې انځورونه او ویډیوګانې رانغاړي. پخوانۍ منځپانګې، چې تېرې پېښې یې انځوریزه کړې وي؛ نه منل کیږي.

اجازې: ټوله هغه منځپانګه، چې مونږ یې کاروو؛ د هغه چا له‌خوا لاسلیک شوې اجازې ته اړتیا لري، چې له پېښې څخه یې ویډیو یا انځور اخیستی. له دې سره دا ډاډ تر لاسه کیږي، چې مونږ د فردي منځپانګې د کارولو اجازه لرو.

د چاپ حق: ډاډ ترلاسه کړئ، چې تاسې د خپلو فایلونو حقونه لرئ یا مو د پلورلو لپاره لازمه اجازه ترلاسه کړې. تاسې باید د چاپ حق یا سوداګریزې نښې لرونکي داسې توکي راونه‌لېږئ، چې د شریکولو قانوني حق یې نلرئ.

ځانګړنه یا انحصار: د منځپانګې جوړوونکي یا رالېږونکي باید موافق وي، چې مونږ ته د بشپړ انحصار حق رالېږدوي. د تړون له لاسلیک کولو وروسته د جوړونې رالیږونکی نشي کولی ویډیو بیا وپلوري یا کوم بل خبري سایټ ته یې ولېږدوي او هم نشي کولی، چې اړوند منځپانګه په خپل یا کوم بل پلیټفرم کې اپلوډ یا وکاروي.

اومه توکي: ټولې ویډیوي او انځوریزې رالېږنې باید اصلي بڼه ولري – باید اومه توکي وي؛ پرته له نښې یا لوګو، واټر مارک، ټنګ ټکور، متن او داسې نور ونلري.

ځای او نېټه: ډاډ ترلاسه کړئ، چې د پېښې ځای او سمه نېټه ولیکل شي، چې دا اړینه ده.

تادیه: د پیسو ورکړه او تادیه یوازې هغه وخت ترسره کیږي، چې د ویډیو له کارولو سره هوکړه شوې وي او د منځپانګې له جوړوونکي سره لاسلیک شوی تړون ولرو. لېږنه په اتوماتيک ډول د خپرونې لپاره وړ نده.

د کارولو حق: د آریانا شبکه به لومړی او بشپړ حق ولري، چې منځپانګه شریکه او وکاروي او یا یې له آریانا نیوز او نورو شریکانو سره شریکه کړي. درېیمه ډله یا شریکان به له اړتیا سره سم د منځپانګې برانډ کولو بشپړ حق ولري. که منځپانګه مخکې بل شرکت ته لېږل شوې او یا پلورل شوې وي؛ دا ډول رالېږنه به ونه‌منل شي.

د منځپانګې د جوړونکي یا رالیږونکي هویت: د منځپانګې د ټولو جوړوونکیو یا رالیږونکيو نومونه پټ ساتل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د فراه په ګلستان ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ درې غړي وژل شوي

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۷, ۱۴۰۳)

د فراه ولایت د ګلستان ولسوالۍ ولسوال عزیز احمد سرباز ويلي، چې د فراه د ګلستان ولسوالۍ په فیض‌آباد کلي کې د یوې ښځې په ګډون د یوې کورنۍ درې غړي ناڅرګندو کسانو وژلي دي.

هغه زیاته کړې، د دې پېښې په تړاو پېنځه شکمن کسان نیول شوي او تر لومړنیو څېړنو لاندې دي.

 تر اوسه د دې پېښې اصلي لامل معلوم شوی ندی.

Continue Reading

تازه خبرونه

مونږ د هېواد له کدرونو او شخصیتونو ملاتړ کوو – مولوي عبدالکبیر

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۷, ۱۴۰۳)

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ویلي، چې د اسلامي امارت پالیسي د هېواد د کدرونو او شخصیتونو درناوی او ملاتړ دی او هغوی ته د اسانتیاوو د برابرولو هڅې ترسره کیږي.

مولوي عبدالکبير دغه څرګندونې د يکشنبې پر ورځ (د غبرګولي شپږمه) په هېواد کې د بهر میشتو روغتيايي څانګوالو یا متخصصينو د ټولنې له استازو سره په کتنه کې کړې دي.

د ارګ د خبرپاڼې له مخې؛ د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال متخصصین د هېواد ستره پانګه بولي او څرګندوي، چې افغانستان په هر ډول شرایطو کې متخصصینو ته اړتیا لري.

هغه زیاته کړې؛ د دې حقیقت له کبله، چې افغانان بې‌وزله او بې‌وسه دي؛ نو په‌کار ده، چې دولتي او خصوصي روغتیايي څانګې یې د تشخیص او درملنې په برخه کې له پاملرنې او مهربانۍ  کار واخلي.

د ارګ د خبرپاڼې له مخې: دوی ویلي؛ بهر میشتي افغان متخصصین چمتو دي، چې بېرته خپل هېواد ته راستانه شي.

ویل کیږي، چې د رياست الوزراء سیاسي مرستیال د خپلو خبرو په پای کې د يادې ټولنې غړیو ته د اسانتیاوو د برابرولو تر څنګ ډاډ ورکړ، چې وړانديزونه به یې له اړوندو ادارو سره شريک کړي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!