تازه خبرونه

د سولې او ټاکنو په اړه د آریانا نیوز او نی بنسټ نظر پوښتنه له غبرګونونو سره مخ شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د آریانانیوز او د آزادو رسنیو ملاتړ بنسټ (نی) په نظر پوښتنه کې له څلوردېرش ولایتونو څه باندې پېنځه زره وګړیو برخه اخیستې وه، چې اکثرو یې د سولې خبرو په پنځ (اوج) کې له طالبانو سره د سولې هوکړه له ولسشمریزو ټاکنو غوره وګڼله.

ځینې خلک وایي، په هېواد کې د سولې ټینګښت یوه جدي اړتیا ده او سوله باید د واک غوښتنې په دلیل له ولسمشریزو ټاکنو قرباني نشي؛ خو ځینې نور باور لري، چې د سولې په پلمه په ټاکنو کې ځنډ به د قانون ماتولو دوام او ولسواکۍ ته نه درناوی وي.

د آریانانا نیوز مسوول شریف حسنیار په دې اړه څرګنده کړې؛ له سولې پرته نشو کولی، چې بل کوم غوراوی ولرو؛ سوله د افغانستان د خلکو اړینه غوښْتنه ده.       

د ټاکنو او سولې په اړه د نظر پوښتنې موخه دا وه، چې د خلکو نظر په دې دواړو برخو کې ښکاره شي؛ دا دواړه هغه بهیرونه دي، چې په اړه یې نظرونه وېشل شوي او حکومت ټاکنو ته لومړیتوب ورکوي او یوشمېر سیاستوال د سولې هوکړه غوره بولي.

د افغانستان د آزادو رسنیو ملاتړ بنسټ رییس مجیب خلوتګر په ډاګه کړې، چې یو شمېر خلکو ویل، چې د طالبانو رژیم ته ورته سوله نه غواړي.                

ځینې ځوانان وایي، د سولې هوکړه باید د ټاکنو قرباني نشي؛ خو ځینې نور برعکس نظر لري.

د ټاکنو څارونکی مبین الله ایماق ویلي، چې خلک سوله غواړي؛ خو په دې بهیر کې باید سوله له ټاکنو او دیموکراسي قرباني نشي.          

ورځپاڼه لیکوونکی علي رضا احمدي وایي؛ که یو ځل بیا ټاکنې وځنډیږي دا به پدې معنا وي، چې په افغانستان کې هیڅ بهیر او رزښت له قانون سره اړ نلګوي.           

ولسمشرۍ ماڼۍ د آریانا نیوز او نی بنسټ نظر پوښتنې ته په غبرګون کې وایي، حکومت د قانون مطابق د ولسمشرۍ ټاکنې تر سره کوي. که څه هم، چې پوهیږي سوله د ټولو غوښتنه ده.

تاسې کولی شئ پوره نظر پوښتنه له لاندې لینکونو دانلود کړئ:

سپکه برخه

بنسټیزه برخه

Trending

Exit mobile version