تازه خبرونه

د سولې مشورتي جرګه هیڅ نوې لاسته راوړنه نلري- عبدالله عبدالله

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

اجرائیه رییس د سولې مشورتي لویې جرګې پرېکړه لیک ته په غبرګون کې څرګنده کړې، چې مشورتي لویې جرګې هیڅ تازه غوښتنه او لاسته راوړنه نلرله.

د سولې مشورتي لویه جرګه د ۲۳ ماده ییز پرېکړه لیک په  صادریدو پای ته ورسیده؛ خو له مثبت او منفي غبرګونونو سره مخ شوه.

په منفي غبرګون کې اجرائیه رییس د مشورتي لویې جرګې پرېکړه لیک ګټور نه بولي او له یوې ترکي رسنۍ سره یې په خبرو کې څرګنده کړې، چې پر لویه جرګه ډېر مالي لګښت وشو او څو ورځي ځانګړي اقتصادي او دولتي فعالیتونه دریدلي وه؛ خو هیڅ نوې خبره او لاسته راوړنه یې نلرله.

هغه زیاته کړې؛ په کار وه، چې جرګه له طالبانو سره د سولې له هوکړې وروسته جوړه شوې وای.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ مونږ  بې له قید او شرط خبرو ته تیار یو. کله، چې د سولې خبرې پیل شي، هر لوری خپل شرایط وړاندې کوي او دا خبرې اترې باید د افغانستان اکثریت وګړیو ته د منلو وي. په یقین، چې مونږ د سولې پر یوې ټولګې هوکړه کوو او د واک شریکوال یوه اړتیاده!

ځینې سیاسي ګوندونه او د ولسمشرۍ نوماندان د مشورتي لویې جرګې له پایلو سره مخالفت ښیي.

د دوی په وینا، د جرګې پایله د سولې بهیر لپاره هیڅ ګټه نلري.

د ولسمشریزو ټاکنو نوماند محمد حکیم تورسن وایي، چې دا جرګه هیڅ ګټه نلري؛ مونږ په تمه وو، چې ولسمشر به یو اړخیز اوربند اعلام کړي، خو دا کار ونشو.      

د (افغانستان د اسلامي جمهوريت نظام) او د اساسي قانون ساتنه، بېړنی اوربند، د نوي مرکچي پلاوي ټاکل، د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره مهالوېش او افغانستان ته د طالبانو د سیاسي دفتر رالیږدول د مشورتي لویې جرګې مهمې پرېکړې وې.

د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیه کوفي وایي؛ په پرېکړه لیک کې څه نوي وه؟ د اساسي قانون ساتنه یې راوړې وه؛ دا ښکاره خبره ده، چې هیڅوک پرته له اساسي قانون څخه خبرې نکوي.                

د یادونې ده، چې اجرائیه رییس د مشورتي لویې جرګې پرېکړه  تازه لاسته راوړنه نه ګڼي؛ خو ولسمشر وایي، لدې وروسته به دغه پرېکړه لیک د  سولې لپاره د افغان دولت د عمل پروګرام او سیاست وي. د واک د شریکانو تر منځ دې بېلابېلو دریځونو ته په کتو به آیا د سولې مشورتې لویې جرګې پرېکړه لیک  سولې ته د رسیدو له نقشې سره مرسته وکړي او که نه؟

Trending

Exit mobile version