تازه خبرونه
د سولې مشورتې لویه جرګه د سولې لپاره بې ګټې وه- سیاسي ګوندونه
د سولې مشورتي لویه جرګه پر ۲۳ ماده ییز پرېکړه لیک پای ته رسیدلې او ولسمشر یې د پرېکړو په اړه په ډاګه کړې وه، چې د دې جرګې وړاندیزونه به سولې ته د دولت د رسیدو د لارې نقشه او د عمل پلان وي!
پر جرګه پېنځه میلیون دالر ګښت راغلی؛ کابل یوه اوونۍ رخصت و، پانګوالو ته میلیونونه افغانۍ تاوان واوښت، یو ماشوم د لارې د بندیدو له کبله ومړ او سلګونه سرتېري او امنیتي منسوبینو یې د امنیت ساتنه وکړه؛ خو آیا پر لګښت او هڅو سربېره دې جرګې کومه مثبته پایله درلوده؟
د جنبش ملي اسلامي افغانستان مرستیال عبدالله قرلق یې په اړه وایي، چې د جرګې اصلي غوښتنې لکه اوربند، د مرکچي پلاوي ګمارنه او افغانستان ته د طالبانو د سیاسي دفتر رالیږدیدل ندي منل شوي او حکومت یې هم په اړه چوپ پاتې دی.
ولسمشر د لویې جرګې په پای کې په ډاګه کړې؛ د جرګې له غړیو سره به اړیکې روانې ساتي؛ چې تر څارنې لاندې یې غوښتنې پلې شي.
د جرګې غړيو ویلي؛ خبر ندي، چې کوم وړاندیز یې پلی شوی او که نه او نه چا ور سره بیا ځلي اړیکه نیولې ده!
د سولې مشورتي لویې جرګې منشي ویلي، د جرګې له پای ته رسیدو وروسته حکومت د جرګې له غړیو سره د خلکو د غوښتنو د پلي کیدو په تړاو هیڅ اړیکه نده نیولې.
د مشورتي لویې جرګې منشي عرفان الله عرفان څرګنده کړې: مونږ یوه ځانګړې جرګه ګۍ رامنځته کوو، چې د خپلو وړاندې شویو مشورو څارنه و کړو؛ ځکه حکومت تر دې دمه له مونږ سره اړیکه نده نیولې او هر څه یې هیر کړي دي.
په ولسي جرګه کې د کابل استازی غلام حسین ناصري وایي؛ تمه وه، چې جرګه د سولې غوټه پرانیزي؛ خو تراوسه هیڅ غوټه نده خلاصه شوې او لګښت یې هم ډېر و.
اوربند، د بندیانو خلاصون، افغانستان ته د طالبانو د سیاسي دفتر رالیږدول او د مرکچي پلاوي جوړیدل هغه لویې غوښتنې وې، چې ندي پلې شوي.
د یادونې ده، چې ولسمشرۍ ماڼۍ تر دې دمه په دې اړه چوپتیا غوره ګڼلې ده.
خبریال: باعث حیات