تازه خبرونه
د خلکو استازي بریالي نشول، چې د رییس مرستیالان او منشیان وټاکي
د اداري پلاوي د ټاکلو لپاره ټاکنې د دوه یمې ورځې لپاره هم ترسره شوې او اداري پلاوې بې برخلیکه پاتې شو. د لومړی مرستیالۍ څوکۍ ته نجیب الله ناصر او عالم ساعي د دوه یم مرستیال څوکۍ ته غلام حسین ناصري او همایون شهیدزاده، د منشي څوکۍ ته اسدالله شهباز او سید عظیم کبرزاني، د نایب منشي څوکۍ ته عرفان الله عرفان او فریده حمیدي ځانونه نوماند کړي وه.
یو شمېر وکیلان یې عامل د سپینو او باطلو رایو کارونه ګڼي او وایي؛ په لوی لاس داسې کیږي، چې اداري پلاوی بشپړنشي.
د ریاست لومړي مرستیالۍ ته نوماند محمد عالم ساعي وایي؛ له تاسو هر یوه، چې له رایو مو برخمن کړی یم مننه کوم؛ خو له هغو پرته، چې اهلیت یې په پام کې ندی نیولی او خپلو خېټو خولي دي.
د ولسي جرګې یو شمیر غړي ټینګار کوي، چې ادارې پلاوی د رښتینو دندو تر سره کولو ته اړ دی.
د ریاست دوه یم مرستیالۍ ته نوماند همایون شهید زاده وايي؛ د اداري پلاوي څوکۍ د خلکو د غوښتنو ساتونکې ده او مسوولین یې باید د چوپړ تر سره کوونکي وي.
د غونډې نصاب ۲۳۶ استازي وه او ۱۱۲۹ رایې، چې پنځوس جمع یوه رایه ښیي؛ خو هیڅ یو نوماند هم ونکړای شول، چې اکثریت رایې ترلاسه کړي.
د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني بیا وایي، چې د درېیمې ورځې لپاره به دا څلور پوستونه د نویو نوماندانو سیالیو ته وړاندې شي. نوي نوماندان دې لنډمهالي پلاوي ته خپل غوښتنلیکونه وړاندې کړي.
ټاکل شوې، چې د رییس د مرستیالانو او منشیانو لپاره ټاکنې د درېیمې ورځې لپاره ترسره شي او نوي نوماندان دې د دغو څوکیو د ترلاسه کولو لپآره د سیالۍ ډګر ته راووځي.
خبریال: رفیع صدیقي