تازه خبرونه
د سولې خپلمنځي خبرې په خپلواکه توګه تر سره شوي- سهیل شاهین
وسلوالو طالبانو له امریکا سره اووه پړاوه او له افغانانو سره درې ځله د سولې خبرې او مجلسونه کړی؛ خو د دغو پایلو پایله تر اوسه نده راوتلې.
په قطر کې د طالبانو د مرکچي پلاوي ویاند سهیل شاهین له آریانا نیوز سره په خبرو کې ویلي، چې له امریکا سره د سولې هوکړه به د نړیوالې ټولنې او رسنیو په حضور کې لاسلیک کیږي.
که څه هم وسلوالو طالبانو تر اوسه له افغان دولت سره مخامخ خبرې رد کړی، چې د ځينو په باور دا د بهرنیو کړیو دستور دی؛ خو طالبان وايي، چې د خپلې پالیسۍ له مخې یې ټولې خبرې او مذاکرې په خپلواکه توګه تر سره کړي دي.
د ولسمشر دوه یم مرستیال بیا د افغانستان د اساسي قانون منل د سولې په خبرو کې یو شرط ګڼي او ټينګار کوي، چې د اساسي قانون له منلو پرته به د سولې هیڅ ډول توافق ونشي.
د ولسمشر دوه یم مرستیال سرور دانش وايي، چې که وسلوال طالبان د اساسي قانون ارزښتونه ونه مني، خلک به د هغوی افکارو ته تسلیم نشي.
تر اوسه معلومه نده، چې د سولې د خبرو له دغه رامنځته شوي فرصت څخه به مثبته ګټه واخیستل شي او جګړه به ودریږي او یا دا، چې د خبرو له ناکامیدو سره به جګړې نورې هم پراخه شي.