تازه خبرونه
د کابل ولایت د پغمان په اړوند سیمه کې ځانمرګي ۲۱ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې
(Last Updated On: )
کورنیو چارو وزارت منلې، چې د سې شنبې پر سهار( د لیندۍ ۲۰) د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ د حیدرخان کلا په اړوند سیمه کې ځانمرګي برید کوونکي د صفر یو قطعې پر سرتېرو برید کړی؛ د ۴ سرتېرو په ګډون ۱۲ ملکي وګړي یې وژلي او ۹ نور ټپیان دي.
کورنیوچارو وزارت ویاند نجیب دانش زیاته کړې، چې بریدګر خپل له چاودیدونکیو توکو ډک موتر د افغان سرتېرو پر کاروان کارولی دی.
د پېښې عیني شاهدانو څرګنده کړې، چې ښايي تلفات لدې ډېر وي.
دغه راز ویل کیږي، چې سیمه د امنیتي ځواکونو له لوري تړل شوې او سیمې ته د امبولانسونو تر څنګ چورلکې هم رسیدلې دي.
طالبانو د دغه موتربم برید مسوولیت منلی او څرګنده کړې یې ده، چې لسګونه سرتېرو ته په کې مرګ و ژوبله اوښتې او درې موتر ویجاړ شوي دي.