Connect with us

تازه خبرونه

د نظام الدین قیصاري د خوشې کیدو حکم ورکړشو

خپور شوی

د

Last Updated on: لړم ۲, ۱۴۰۱

چارواکو په ډاګه کړې، چې نظام الدین قیصاري د خوشې کیدو  حکم ورکړ شو.

په لویې څارنوالۍ کې د نوموړي د خوشې کیدو پر حکم کار روان دی، چې له بشپړیدو وروسته به خوشې شي.

نظام الدین قیصاري د قیصار په ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیسو قومندان و، چې څو مباشتې مخکې ونیول شو او په ملي امنیت کې بندي و.

د هغه د نیولو په غبرګون کې د څو شمالي ولایتونو اړوند خلکو لخوا پراخ اعتراضونه وشول او هېواد ته د جنرال دوستم د بېرته را ستنېدو لپاره زمینه برابره شوه. هغه  خپل پلویان وهڅول او اعتراضونه پای ته ورسیدل.

جنرال دوستم کابل ته له رسېدو سره سم خپلو پلویانو ته وویل، چې د قیصاري د خلاصون لپاره له ولسمشر سره خپله غږیږي او که  یې پایله ورنکړه بېرته به ترکیې ته ولاړ شي.

قیصاري د دوستم له باوري کسانو څخه یو دی. خو منتقدین یې نوموړی پر بشریت ضد کړنو او جرمونو تورنوي.

Advertisement

تازه خبرونه

په روزګان کې  د ۳۵۰ زره افغانیو پر ارزښت غلا شوي سره‌زر ونیول شول

د امنیه قومندانۍ ویاند بلال احمد روزګاني زیاته کړې: غلا شوي سره زر  په ترینکوټ ښار کې زرګر ته د خرڅولو لپاره وړل شوي وه، چې د امنیتي پولیسو له هڅو او پلټونو وروسته ونیول شول.

Published

on

د روزګان امنیه قومندانۍ ویاند آریانانیوز ته ویلي، چې د دې ولایت د جنايي جرمونو پر وړاندي د مبارزې مدیريت منسوبینو په ترینکوټ ښار کې د ۳۵۰ زره افغانیو پر ارزښت له یوه کوره غلاشوي سره‌زر نیولي دي.

د امنیه قومندانۍ ویاند بلال احمد روزګاني زیاته کړې: غلا شوي سره زر  په ترینکوټ ښار کې زرګر ته د خرڅولو لپاره وړل شوي وه، چې د امنیتي پولیسو له هڅو او پلټونو وروسته ونیول شول.

ویل کیږي، چې د یاد مدیریت اړوند د اقتصادي جرایمو امریت منسوبینو د دغې پېښي عامل له پلټنو وروسته عدلي او قضاي برخې ته سپارلی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

په بدخشان کې د چینایي وګړو د شکمنو وژونکو پر ځاله افغان ځواکونو پرېکنده برید کړی

د سرچینو د څرګندونو له مخې؛ د دغو عملیاتو په پایله کې یو مطلوب کس له وسلې او نورو پوځي مهماتو سره یوځای ژوندی نیول شوی دی.

Published

on

امنیتي سرچینو ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت (IEA) ځانګړو ځواکونو د بدخشان ولایت د اړوند سیمې د هغو شکنو کسانو پر پټنځای برید کړی، چې څه وخت مخکې یې د ګاونډ هېواد تاجکستان په خاورې کې پر چینايي وګړو بریدونه کړي وه.

د سرچینو د څرګندونو له مخې؛ دا عملیات د سې‌شنبې پر شپه د فیض‌آباد ښار د اړوند سیمې د هغو شکمنو کسانو پر پټنځای تر سره شوي، چې څه وخت مخکې یې د ګاونډ هېواد تاجکستان په خاوره کې  پر چینايي وګړو بریدونه کړي وه.

د سرچینو د څرګندونو له مخې؛ د دغو عملیاتو په پایله کې یو مطلوب کس له وسلې او نورو پوځي مهماتو سره یوځای ژوندی نیول شوی دی.

سرچینې زياته کړې؛ د بريد په اړه د ځانګړو پلټنو پايلې او د نيول شوي کس لومړني اعترافات څرګندوي، چې د بريد پلان له افغانستان څخه بهر ترتيب شوی و.

دا په داسې حال کې ده، چې د تاجکستان بهرنیو چارو وزارت د لیندۍ پر شپږمه / د نومبر پر اووه‌ویشتمه ویلي وه؛ په خاتلون ولایت کې د برید له کبله درې چینايي وګړي وژل شوي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

علماء دې خلکو ته د اسلامي نظام او ملي ګټو پر ساتلو ټینګار وکړي – ملا برادر

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند نن( د لیندۍ شپږویشتمه ) د یادې دستاربندۍ په مراسمو کې ویلي:« مدارس د اسلامي ټولنو د دیني علم، جهاد، نبوي اخلاقو، روحي او فکري روزنې او اسلامي نهضت مقدس بنسټونه دي. »

Published

on

Last Updated on: ليندۍ ۲۷, ۱۴۰۴

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند د «جامعه فتح العلوم کابل» مدرسې د دستاربندۍ په مراسمو کې د ګډون پر مهال په خپلو خبرو کې ویلي:  علماء کرام دې د وعظ او منبر ژبه نرمه کړي او خلکو ته دې د دیني مکلفیتونو ترڅنګ د اسلامي نظام او ملي ګټو د ساتنې روحیه ورکړي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند نن( د لیندۍ شپږویشتمه ) د یادې دستاربندۍ په مراسمو کې ویلي:« مدارس د اسلامي ټولنو د دیني علم، جهاد، نبوي اخلاقو، روحي او فکري روزنې او اسلامي نهضت مقدس بنسټونه دي. »

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال وایي: په افغانستان کې د جهاد فرضیت په مدارسو کې پیل شوی، کلیو او ښارونو ته پراخ شو او په داسې عمل او تقابل بدل شو، چې سترو کفري لښکرو ته یې ماتې ورکړه.

ملا برادر د ټولنې د فکري اصلاح، د غیر اسلامي فرهنګونو د له منځه وړلو او د اسلامي روایتونو د ساتنې په برخه کې د مدارسو رول مهم وباله او څرګندوي، چې مدارس باید په هر ډول حالاتو کې خپل اصلي مسیر ثابت وساتي.

برادر د مدارسو له فارغانو وغوښتل، چې پخپل علم عمل وکړي؛ نورو ته یې وښيي او له خلکو سره د نبوي اخلاقو په چوکاټ کې چلند وکړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!