تازه خبرونه
د نظام الدین قیصاري د خوشې کیدو حکم ورکړشو
Last Updated on: لړم ۲, ۱۴۰۱
چارواکو په ډاګه کړې، چې نظام الدین قیصاري د خوشې کیدو حکم ورکړ شو.
په لویې څارنوالۍ کې د نوموړي د خوشې کیدو پر حکم کار روان دی، چې له بشپړیدو وروسته به خوشې شي.
نظام الدین قیصاري د قیصار په ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیسو قومندان و، چې څو مباشتې مخکې ونیول شو او په ملي امنیت کې بندي و.
د هغه د نیولو په غبرګون کې د څو شمالي ولایتونو اړوند خلکو لخوا پراخ اعتراضونه وشول او هېواد ته د جنرال دوستم د بېرته را ستنېدو لپاره زمینه برابره شوه. هغه خپل پلویان وهڅول او اعتراضونه پای ته ورسیدل.
جنرال دوستم کابل ته له رسېدو سره سم خپلو پلویانو ته وویل، چې د قیصاري د خلاصون لپاره له ولسمشر سره خپله غږیږي او که یې پایله ورنکړه بېرته به ترکیې ته ولاړ شي.
قیصاري د دوستم له باوري کسانو څخه یو دی. خو منتقدین یې نوموړی پر بشریت ضد کړنو او جرمونو تورنوي.