تازه خبرونه
د کابل د ۵ امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې ماین چاودنې یو کس وژلی
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د پېښې په ځای کې خلک وایي، چې پېښه په یوه سراچه ډوله موتر کې د نښلیدونکي ماین له چاودنې رامنځته شوې ده.
ویل کیږي، چې د نمبر پلیت له مخې دا یو دولتي موتر دی.
د پېښې مسوولیت تر دې دمه چا پر غاړه ندی اخیستی.
پولیسو هم تر دې دمه د دغې پېښې په اړه څه ندي ویلي.