تازه خبرونه
د کابل په پغمان کې عنایت قچي ووژل شو
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ قچي له خپلو شپږ ملګرو سره تېره شپه له څلورمې امنیتي حوزې څخه یو هالکس موتر غلا کړ او وتښتیده. د کابل پولیسو وڅاره او د څارنې پر مهال له پولیسو سره په نښته کې د عنایت قچي په ګډون درې کسان ووژل شول او څلور نور یې نیول شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې عنایت قچي د کابل ښار په ډېرو وسلوالو جرمونو، غلاوو او وژنو کې لاس درلود.
د نوموړي نوم د کورنیو چارو وزارت په ۱۳ کیسز نوملړ کې، چې څو میاشتې مخکې خپور شوی و راغلی دی.
کورنیو چارو وزارت له نوموړي سره په نښته کې د امنیتي ځواکونو د زیانونو په اړه څه ندي ویلي.