تازه خبرونه
د کابل ښار د دارالامان په اړوند سیمه کې چاودنې مرګ و ژوبله رامنځته کړې
مسوولین وایي، چې چاودنه د اداري اصلاحاتو کمیسیون د کارکوونکیو پر کاستر موتر رامنځته شوې ده.
د اداري اصلاحاتو کمیسیون ویاند منلې، چې د دوی د کارکوونکیو پر موتر چاودنه شوې، چې په کې د دغه کمیسیون څلور کسان وژل شوي او اته نور ټپیان دي.
روغتیایي چارواکو ویلي، چې تر دې دمه د پېښې له ځایه ۱۰ ټپیان روغتونونو ته لیږدول شوي دي او ۵ کسانو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی دی.
کورنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې په دې پېښه کې ۵ کسان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.
د پېښې له ځای څخه امنیتی چارواکو ویلي، چې دغه غرمنی برید یو ځانمرګي کړی، چې پر بایسکیل سپور و. له دې مخکې ویل شوي وه، چې پېښه د یو نښلیدونکي ماین د چاودنې له کبله رامنځته شوې، چې د اړوند کاستر پر تانکۍ نښلول شوی و.
تر دې دمه هیچا د پېښې مسوولیت پر غاړه ندی اخیستی.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د کابل ښار د پېنځمې ناحیې په اړوند سیمه کې څلور چاودنو هم کابل ښاریانو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.