تازه خبرونه

د ناتو دفاع وزیرانو په بروکسل کې د افغانستان په اړه خبرې وکړې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ناتو سازمان د دفاع وزیرانو په دوه ورځنۍ غونډه کې د افغانستان په اړه د ډاډ وړ خبرې وشوې.

په افغانستان کې د پرېکنده ملاتړ ماموریت قومندان جنرال سکات میلر او د ناتو لوړ پوړي ملکي استازي نیکولاس کي او د ناتو غړیو هېوادونو دفاع وزیرانو د افغانستان د وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړل.

د دغې ناستې په پاى کې له خبريالانو سره په خبرو کې د ناتو عمومي منشي ينس ستولتنبرګ وويل، چې په افغانستان کې (د سولې لپاره يو ځانګړى فرصت) رامنځته شوی دی.

ستولتنبرګ ټینګار کړی، چې نړیواله ټولنه اوس د پخوا په پرتله د سولې کیدونکې هوکړې ته نږدې ده او د ناتو غړي هېوادونه د افغانستان د سولې بهیر ملاتړ کوي.

نوموړي دا ویلي، چې متحدین د سیاسي حل د ترلاسه کولو لپاره د متحده ایالاتو د ځانګړي استازي، زلمي خليلزاد له هڅو ملاتړ کوي.

ستولتنبرګ دا ټینګار هم وکړ، چې افغان ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي او د خبرو اترو ميز لپاره دا ډېره مهمه ده.

د ناتو مشر ویلي، چې نړیوالې ټولنه د سپتمبر له برید وروسته افغانستان ته ولاړه؛ ځکه، چې افغانستان د القاعدې او نورو نړیوالو ترهګرو لپاره پر خوندي ځای بدل شو. کله ، چې مونږ او دا هېواد له ترهګرۍ خونديي شو؛ مونږ لکه څنګه، چې راغلي وو، بېرته په ګډه ځو.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ مونږ تر ۲۰۲۴ پورې له افغان امنیتي ځواکونو مالي ملاتړ تائید کړی دی. مونږ به تر هغې، چې په افغانستان یو، چې راته اړتیا وي او افغانستان به نور د نړیوالو ترهګرو لپاره خوندي ځای نه وي.

نوموړي د افغان ځواکونو وروستي بریالیتوبونو ته په نغوته کې وویل، چې مونږ په افغانستان کې دغو ځواکونو د سولې پرمختګونو ته نږدې کړي یو.

هغه دغه راز زیاته کړې، چې افغانستان ته زمونږ پیغام دا دی، چې ناتو به افغانستان ته ژمنه وي او طالبانو ته مو پیغام دا دی، چې د جګړې په ډګر کې به بریالي نشي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا او طالب استازیو د اووم پړاو خبرې هم په راتلونکیو دوه ورځو کې پیلیږي او امید دادی، چې د افغانستان ۱۸ کلنې روانې جګړې ته به د پای ټکی کیښودل شي.

Trending

Exit mobile version