تازه خبرونه
د کابل د دارالامان جامع جومات لپاره د غزني ټاکلې برخه خاوره ولیږدول شوه
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د ولسمشر له سپارښتني سره سم د غزني والي وحيدالله(کليمزي) په لارښوونه د دې ولايت له اووه لس ولسواليو او مرکز څخه ټاکل شوې انداﺯه خاوره راټوله او د پنجشنبې پر ورځ(د چنګاښ ۲۷) پلاﺯمېني کابل ته ولیږدول شوه.
د دې ولایت د رسنیو دفتر څرګنده کړې، چې د ولسمشر له سپارښتنې سره سم په دارالامان کې يو ستر جامع جومات جوړیږي، چې په کې به د هېواد د ټولو ولسواليو او ولايتونو خاوره ولګول شي.
په کابل کې تر دې دمه اړوند چارواکو رسنیو ته څه ندي ویلي.