تازه خبرونه

د ګردیز څه باندې ۷۰۰۰ کورنۍ له برښنا برخمنې شوې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د پکتيا په مرکز ګردیز کې څه باندې ۷ زره ۵۰۰ کورنۍ له برېښنا برخمنې شوې او دا ژمنه هم شوې، چې همدومره نورو ته به هم په لنډه موده کې ورسيږي.

شاوخوا يونيم کال وړاندې ولسمشر اشرف غني په پکتيا کې د ورداتي برښنا ۲۲۰ کيلو ولټه سبستېشن پرانيست او ژمنه یې وکړه، چې په اته مياشتو کې به ۱۸ زره کورنيو ته برښنا ورسيږي؛ خو د يو کال او څلور مياشتو په تېریدو ۷۵۰۰ کورنيو ته برښنا ورکړ شوه.

د پکتيا والي شميم خان کټوازی د ورداتي برښنا د وېش په مراسمو کې يو ځل بيا ژمنه وکړه، چې په راتلونکې يوه مياست کې به ۷۰۰۰ نورو کورنيو ته هم برښنا ورسيږي.

هغه زیاته کړې؛ ولسمشر ورسره ژمنه کړې، چې پر دې سربېره به ۱۵ زره نورې کورنۍ هم له برښنا برخمنې شي.

د پکتيا ولايتي شورا او خلک نيوکه لري، چې د برښنا وېش چارې ډېرې پڅې روانې دي او ډاډه ندي، چې په ټاکلې موده کې به خلکو ته برښنا ورسيږي.

مدني مخکښانو هم ویلي، چې اوس مهال ډېرو کمو کورنيو ته برښنا رسیدلې او دغه شمېر بايد ډېر او ولسواليو ته هم وغزول شي.

له يو نيم کال ځنډ وروسته پکتیا له ۲۲۰ کيلو ولټه برښنا برخمنه شوه؛ خو په پکتيا کې شته بېلابېلې کارخونې له برښنا بې برخې دي او ډېری یې د بندیدو له ګواښ سره مخ دي.

خبریال: فریدالله احمدزی

Trending

Exit mobile version