Connect with us

تازه خبرونه

د کابل په دشت برچي کې یو شمېر اړمنو کورنیو د بیات بنیاد ژمنۍ مرستې تر لاسه کړې

خپور شوی

د

د کابل د دشت برچي سیمې په سلګونه کورنۍ د بیات بنیاد له خوراکي توکو، البسې او نورو اړوند ژمنیو مرستو برخمنې شوې.

د بیات بنیاد ژمنۍ مرستې د روان ژمي په دې ساړه موسم کې اساسي او اړین توکي شمېرل کیږي.

د بیات بنیاد مرستیال حاجي محمد اسماعیل وايي؛ بیات بنیاد هر کال خپلې ژمنۍ مرستې، چې په کې اوړه، غوړي، لوبیا، نخود، بوره، جمپر او کمبلې شته پر سلګونه اړمنو کورنیو ووېشل شوې.

هغه زیاته کړې، چې د دغو مرستو لړۍ به په کابل او نورو ولایتونو کې روانه وساتل شي.

نوموړي له نورو شتمنو او ملي سوداګرو وغوښتل، چې په دې ساړه موسم کې د بېوزلو او اړو کسانو سره مرستې وکړي.

دغه راز هغو کورنیو، چې د بیات بنیاد مرستې یې ترلاسه کړي؛ له دغو مرستو هرکلی کړی او وايي، چې دغه بنیاد هر کال له اړو کسانو سره مرستې کوي.

دوی هم له ټولو بډایو او سوداګرو غواړي، چې له اړو کسانو سره مرستې وکړي.

بیات بنیاد د خپلو هڅو له پیله هر کال په بېلا بېلو فصلونو کې له اړو کسانو، ښوونځیو او روغتونونو سره اړینې مرستې کوي؛ خو د ژمي په ساړه موسم کې یې د مرستو لمن ټول پراخیږي.

خبریال: سمیع جهش

تازه خبرونه

آریانا افغان هوايي شرکت د کابل – اسلام‌آباد – کابل د الوتنو بیې ۲۰ سلنه راټیټې کړې

د یاد شرکت د اعلان له مخې، مسافر اوس کولی شي د دې لارې د الوتنو ټکټونه د پخوانۍ بیې پر پرتله ۲۰ ډالره ارزانه وپېري.

Published

on

Last Updated on: لړم ۲۰, ۱۴۰۵

آریانا افغان هوايي شرکت څرګنده کړې، چې د کابل – اسلام‌آباد – کابل د الوتنو د ټکټ بیه یې له ۱۹۰ څخه ۱۷۰ امریکايي ډالرو ته راټیټې کړې دي.

د یاد شرکت د اعلان له مخې، مسافر اوس کولی شي د دې لارې د الوتنو ټکټونه د پخوانۍ بیې پر پرتله ۲۰ ډالره ارزانه وپېري.

دغه راز د زده‌کړیالانو لپاره د دې لارې د ټکټ ځانګړې بیه ۱۵۰ امریکايي ډالر ټاکل شوې ده.

دغه شرکت ویلي، چې د دې پرېکړې موخه د سفر لګښتونو کمول او مسافرو او زده‌کړیالانو ته د ډېرو آسانتیاوو برابرول دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

کابلوف او متقي په کابل کې د اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د سوداګرۍ د کچې پر لوړولو او په دې برخه کې له شته فرصتونو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې په اړه هر اړخیزې خبرې شوې دي.

Published

on

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو او سوداګرۍ پر پراختیا خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د سوداګرۍ د کچې پر لوړولو او په دې برخه کې له شته فرصتونو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې په اړه هر اړخیزې خبرې شوې دي.

امیرخان متقي د روسیې له فډرالي جمهوریت سره د اړیکو پراختیا مهمه بللې او ټینګار یې کړی، چې دواړه هېوادونه باید د متقابلو ګټو پر بنسټ له اقتصادي او سوداګریزو فرصتونو ښه ګټه پورته کړي.

دغه راز ضمیر کابلوف په افغانستان کې وروستي پرمختګونه او د نشه‌يي توکو پر وړاندې د اسلامي امارت هڅې ستایلې دي. نوموړي د دې مبارزې په اړه د ځینو نړیوالو ادارو راپورونه هم له واقعیتونو سره سم نه‌دي بللي.

د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې اسلامي امارت د نشه‌يي توکو د کښت، تولید او قاچاق پر وړاندې جدي او دوامداره مبارزې ته ژمن دی او په دې برخه کې خپلې هڅې د افغانستان او ټولې سیمې لپاره مهمې ګڼي.

Continue Reading

تازه خبرونه

امریکايي چارواکو په افغانستان کې د واشنګټن پر ۲۰ کلنې ناکامۍ نیوکه وکړه

 د امریکا د جنګ وزیر پیټ هګست د دې هېواد پر پوځي پوهنتونونو نیوکه کړې او څرګندوي؛ څنګه کېدی شي یو بنسټ د پوځي سټراټیژیو د زده‌کړې ادعا وکړي، خو په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو وتل هر اړخیز او څرګند ونه څېړي.

Published

on

د امریکا د جنګ وزیر د ۲۰ کلن پوځي حضور پر ناکامیو په داسې حال کې نیوکه کړې، چې امریکا افغانستان ته د سفر په اړه تر ټولو د لوړې کچې خبرداری ورکړی او خپل وګړي یې دې هېواد ته له سفر کولو منع کړي دي.

 د امریکا د جنګ وزیر پیټ هګست د دې هېواد پر پوځي پوهنتونونو نیوکه کړې او څرګندوي؛ څنګه کېدی شي یو بنسټ د پوځي سټراټیژیو د زده‌کړې ادعا وکړي، خو په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو وتل هر اړخیز او څرګند ونه څېړي.

هګست د کابل هوايي ډګر د آبي دروازې برید ته هم نغوته کړې، چې په کې ۱۳ امریکايي سرتېري ووژل شول.

هغه دغه پېښه د عملیاتي، سټراټیژیکو او سیاسي ناکامیو پایله بللې او وایي، چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو ناسمو وتلو د امریکا نړیوال اعتبار ته لوی زیان ورساوه.

دغه راز د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش پخواني مشر، جان ساپکو، هم د واشنګټن پر کړنو نیوکه کړې او څرګندوي، چې امریکا په افغانستان کې د خپل دوه‌لسیز پوځي حضور پر مهال د خپلو موخو او فعالیتونو روښانه درک نه‌درلود او څو ځله یې د خپل پوځي حضور لاملونه بدل کړل.

ساپکو زیاته کړې، چې د میلیارډونو ډالرو له لګولو سره- سره د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان حکومت چټک ړنګ شو.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور له پای ته رسېدا څو کاله تېر شوي؛ خو واشنګټن اوس هم اسلامي امارت پر رسمیت نه‌دی پېژندلی.

اسلامي امارت څو ځله له امریکا غوښتي، چې د جګړې د وخت سیاستونه پرېږدي او د مقابلې پر ځای له افغانستان سره د تعامل او همکارۍ لاره خپله کړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!