تازه خبرونه

د کابل په پوځي روغتون کې ځانمرګي نفوذي کسانو ځای پر ځای کړي وه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

ځانمرګي برید ګر له برید مخکې د نفوذي کسانو په وسیله د سردار محمد داوود خان په ۴۰۰ بستریز روغتون  کې له درندو وسلو او بشپړو مهماتو سره ځای پر ځای شوي وه.

د روغتون داکتران، چې په پېښه کې ټپیان شوي وایي، چې پېنځه برید ګر له برید مخکې په روغتون کې له بشپړووسلو او مهماتو سره ځای پر ځای شوي وه؛ نښته هم لومړی د روغتون په دهلیزونو کې پیل شوه او وروسته چاودنه وشوه.

د سردار محمد داوود خان روغتون ته د ستنې انتقالول هم آسانه کار نه دی؛ ځکه د پلټنې له څو پوستو دننه کیدل ناشوني دي او هیڅ عادي کس ته اجازه نه ورکول کیږي، چې روغتون ته دننه شي.

د  سردار محمد داوود خان روغتون نرسه قمر وایي، چې په حکومت کې دننه  نفوذي افرادو ترهګر روغتون ته لیږدولي دي.

  د سردار محمد داوود خان روغتون داکتر محمد نبي وایي، برید ګرو پر هیچا رحم ونه کړ؛ وړ او زوړ، ښځه او نر، چې  په مخه ورتلل، پر چاقو او ډزو یې له منځه یوړل.

زیاتره ټپیان هغه کسان دي، چې د روغتون له درېیم او څلورم پوړ یې ځانونه کښته اچولي  دي.

د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیری مني، چې په حکومت کې ځینو افرادو د چهارشنبې ورځې په برید کې لاس درلود؛ خو اوس هم حکومت د برید په تړاو  ډېر څه نه وایي.

د تلفاتو شمېره اوس او کره او وروستۍ شوې نه ده؛ خو یوازې وزیر اکبر خان روغتون ته ۷۶ وژل شوي  او ټپیان لیږدول شوي دي. په داسې حال کې، چې د پېښې شاهدان له سل کسانو د تلفاتو خبره کوي.

داعش ډلې د چهارشنبې د برید مسوولیت منلی او په خپل خبري آژانس عماق کې یې د تلفاتو شمېر ۴۰۰ ښودلی دی؛ خو د ملي امنیت پخواني رییس امرالله صالح ویلي، چې دغه برید د آی اس آی لخوا د هغې ډلې په ذریعه له طالبانو سره په همغږي تر سره شوی، چې  تازه جوړه شوې ده.

خبریال: باعث حیات

Trending

Exit mobile version