Connect with us

تازه خبرونه

د کابل ګارنیزیون او امنیې له پخوانيو قومندانانو څېړنې وشوې

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د لویې څارنوالۍ ویاند وایي، د ولسمشرۍ ماڼۍ او معترضانو تر منځ له شخړو دوه اوونۍ وروسته لویې څارنوالۍ د کابل ګارنیزیون  له پخواني قومندان ګل نبي احمدزي، د کابل له پخواني امنیه قومندان حسن شاه فروغ، د لسمې او پېنځمې امنیتي حوزې له آمرانو او نورو امنیتي مسوولینو څخه پر لاریون کوونکیو د ډزو په تړاو څېړنې وشوې.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي زیاتوي، په دې اړه له نورو هم څېړنې روانې دي؛ خو د تورن په توګه تر اوسه هیڅوک نه دي نیول شوي.

د څېړنو پایله نه ده معلومه؛ خو رسولي غواړي هغه عادي کسان، چې اعتراضونه یې پر تاوتریخوالي واړول هم  پیدا او ترې څېړنې وکړي.

اعتراض کونکی عبدالکریم محمدي وایي، د اعتراض کوونکیو د تحصن خیمه په شېرپور څلور لارې کې پر ځای ده، چې نه یوازې د لویې څارنوالي پر کړنو رضایت نه لري، بلکې په امنیتي بنسټونو کې هم سمونونه غواړي او د جګپوړیو امنیتي چارواکو( د ملي امنیت د رییس او د ملي امنیت د شورا د سلاکار) د استعفا غوښتنې لري.

د اعتراض کوونکی نور یحیا په وینا؛ که غوښتنو ته مو د روژې تر پایه مثبت ځواب ونه ویل شي؛ مونږ به بېرته د تحصن خیمې په بېلابېلو سیمو کې ودراوو.

د ولسمشر مرستیال ویاند نجیب الله آزاد  وایي، ولسمشرۍ ماڼۍ هم دې ته چمتو شوې، چې د اعتراض  کوونکیو د غوښتنو یوه برخه عملي کړي؛ خو نه د هغو ټولې غوښټنې. دا، چې د معترضانو کومې غوښتنې عملي کیږي، ښاغلي آزاد پرې تر دې دمه څه نه دي ویلي.

په کابل کې  څو ورځې مخکې د  تانکربم چاودنې په غبرګون کې اعتراضونه وشول؛ اعتراض کوونکیو غوښتل ارګ ته نږدې شي، خو امنیتي مامورینو یې مخنیوی وکړ. پر همدې  مهال د امنیتي ځواکونو او اعتراض کوونکیو تر منځ په اخ و ډب کې نهه تنه اعتراض کوونکي ووژل شول او له شل ډېر ټپیان دي. په وژل شویو کې د مشرانو جرګې د لومړي مرستیال ایزدیار زوی سالم ایزیدیار هم و، چې ویل کیږي د جنازې په مراسمو کې یې درې غبرګ ځانمرګي بریدونه تر سره شول.

Advertisement

تازه خبرونه

د تېرو څلورو ورځو بارانونو له کبله ۸ کسان مړه شوي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۰, ۱۴۰۳)

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند ملا جانان سایق ويلي؛ په تېرو ۴ ورځو کې د بارانونو او سېلابونو له کبله ۸ کسان مړه شوي، درې ټپیان دي او شل هکتاره کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.

ملا جانان سایق دا هم ویلي، چې په هېواد کې د وروستیو اورښتونو له کبله ۱۴۰ کورونه بشپړ او یا څه ناڅه ویجاړ شوي او ۲۰ کیلومټره سړکونه سیلابونو وړي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ٣٠ څاروي هم له منځه تللي دي.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند زیاته کړې: له نېکه‌مرغه وروستیو اورښتونو په هېواد کې د اوبو کچه لوړه کړې، د ځمکې لاندې اوبه راپورته شوي او کروندګر خوښ دي.

ویل کیږي، چې د طبیعي پېښو  پر وړاندې د  دولت وزارت په ولايتونو کې خپلو ټولو رياستونو ته سپارښتنه کړې، چې د پېښې قربانيانو ته د لاس‌رسي لپاره له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د بغلان ولایت د غوري سمنټو تولید زیات شوی

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۰, ۱۴۰۳)

د بغلان ولایت د غوري سمنټو شرکت چارواکو ويلي، چې په ۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال ۱۵۰ زره ټنه غوري سمنټ تولید شوي او هڅه کوي، چې سږ کال یې د تولید کچه ۱۸۰ زره ټنو ته ورسوي.

په بغلان ولايت کې د غوري سمنټو شرکت د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دې شرکت کې د سمنټو توليد زيات شوى دى.

د بغلان غوري  سمنټو د  شرکت مالي او اداري مرستیال عبدالوکیل قیومي ویلي؛ تېر کال مو ۱۵۰ زره ټنه سمنټ تولید او بازار ته وړاندې کړل. له نېکه مرغه په ​​۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال کې مونږ له ۲۰۰ میلیون افغانیو څخه زیاتې پیسې درلودې.

د بغلان د غوري سمنټو شرکت د بسته بندۍ څانګې مدیر محمد طاهر د تولیدي وړتیاوو لوړولو لپاره هڅې روانې دي، چې له لوړېدو سره به یې هره ورځ ۱۰۰۰ بورۍ سمنټ تولید شي.

محمد طاهر وایي: اوس‌مهال، زمونږ څلور داشونه فعال دي او په څلیریشت ساعتونو کې نږدې له ۱۰۰۰ څخه تر ۱۲۰۰ ټنو سیمنټ تولیدوو او ۷۵۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

د دې شرکت کارکوونکی حکیم وایي؛ له پانګوالو غواړو، چې په هېواد کې پانګونه وکړي او ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي.

د بغلان غوري سمنټو شرکت يوه بلف کارکوونکي محمد يوسف ويلي: بايد په هېواد کې څو نورې کارخونې جوړې شي، چې د سمنټو واردات لږ شي او له خپلو توليداتو ګټه واخلو.

د بغلان ولایت د غوري سمنټو شرکت شاوخوا ۴۰ کاله مخکې  جوړ شوی او په افغانستان کې د سمنټو د تولید له سترو شرکتونو څخه شمېرل کیږي، چې د مدیریت چارې یې د ملي پرمختیايي شرکت له‌خوا ترسره کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

څار: د افغانستان په اړه پاکستان او قطر ته د امریکایي ډیپلوماټ سفرونه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۹, ۱۴۰۳)

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!