تازه خبرونه

د کابل د شنې ساحې امنیتي طرحه وړاندې شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د کابل  د امنیه قومندانۍ سرپرست وایي، بدیلو لارو جوړولو ته په پام سره د شنې ساحې کار د وزیر اکبر خان له سیمې  پیل شوی دی. د دې طرحې پر مټ د ښار ځینو سړکونو امنیت خوندي کیږي؛ خو د پلازمېنې نور واتونه به له ترافیکي او نورو ستونزو سره مخ شي.

د وزیر اکبر خان سړک د کابل امنیتي مسوولینو له کاري لومړیتوبونو دی.

د وزیر اکبر خان، نوي ښار، شېر پور او قلعه فتح الله سړکونه په شنه ساحه کې شاملیږي، چې دغو سیمو ته پر لنډو مواصلاتي لارو هم غور روان دی.

دغه راز د کابل مرکزي ساحې؛ د کابل هوایی ډګر، مکروریانونه، قلعه زمانخان، د بي بي مهرو غونډۍ، د عامې روغتیا وزارت، څلور سوه بستریز پوځي روغتون، د وزیر محمد اکبر خان روغتون  او د صحت طفل روغتون د دغه پروګرام د پلي کیدو د وخت په اړه څه نه دي ویل شوي خو د دې سړکونو بندښت ښاریان اندېښمن کړي دي.  

کابل ښاریان وایي، د شنې ساحې په طرحه کې د پلازمېنې مرکزي سړکونه زندان کیږي.

د کابل امنیه قومندانۍ سرپرست محمد سالم احساس وایي، په دې سړک کې واړه موتر تګ راتګ کولی شي.

کابل ښاروالۍ له پولیسو سره په همغږي کې د بدیلو لارو د جوړیدو په اړه وایي د کابل ښاروالۍ په پروګرام کې د وزیر محمد اکبر خان تپې په شمال او سویل کې د یوه یوه سړک جوړول، یو هم له زړو مکروریانونو څخه د پادشاه تر پله، چې د نهمې امنیتي حوزې اړوند ساحه ده، بدیل سړکونه ګڼل شوي دي.

کابل ښاریان د سړکونو په ځانګړي توګه مرکزي سړکونو له بندښت اندېښمن دي.

ولسمشر د پلازمېنې د امنیت د تامین لپاره شپږ میاشتې وخت ټاکلی او کارپوهان په دې باور دي، چې حکومت له هرې ممکنې لارې د کابل د امنیت ساتنې لپاره کار اخلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د حکومت د سمنتي دیوالونو د لیرې کولو طرح له لږ کار وروسته ودرول شوه؛ خو حکومت پر نورو بدیلو لارو غور پیل کړ.

Trending

Exit mobile version