تازه خبرونه
د کابل په ترافیکو کې پراخ فساد د لارو د بندیدو اصلي عامل دی
کابل په نړۍ کې د یوه هېواد بې نظمه پلازمېنه ده، چې له ککړې هوا را واخله د لارو تر بندښت پورې یې خلک له ستونزو سره مخ شوي دي.
موتر چلوونکی وحید نومی وایي، د ده افغانانو له تمځي، چې بسونه او تکسي ترې مسافر بېلابېلو سیمو؛ خیرخانې، دارالامان او میرویس مېنې ته لیږدوي؛ خو واټونه که څه هم پلن دي او د موترو د څلورو کتارونو دریدل په کې لارې بندوي.
د سرای شمالي څلور لارې نهه ولایتونه له کابل سره نښلوي، چې وخت ناوخته د لارو د بندښت سبب کیږي؛ خو موتر چلونکې په دې څلور لارې کې ترافیک تورنوي، چې له بسونو او تکسیو پیسې اخلي.
عبدالله نومی بس دریور وایي، ترافیکو راڅخه په اوونۍ کې ۷۰۰ افغانۍ اخيستې اوس، چې تکسي چلوم؛ ۱۰۰ افغانۍ غواړي.
نجیم نومی بل دریور وایي، اړ یو، چې ترافیکو ته افغانۍ ورکړ؛ ځکه کار ترې نشو کولی.
تر اوسه د هغو بسونو او تکسي موترو شمېر نه دی معلوم، چې په ښار کې خلک له یوه ځایه بل ځای ته لیږدوي؛ خو زرګونه موتر په هر تم ځای کې ولاړ دي.
ویل کیږي له بډو ورکولو پرته ناشونې ده، چې فعالیت وکړي.
ځینې کابل ښاریان نیوکه کوي، چې بسونه او ټکسي په عمومي تمځایونو او څلور لارو کې د مسافرو لپاره ودریږي، چې د اوږدې مودې لپاره د لارو بندښت سبب کیږي.
وحید نومی کابل ښاری د لارو د بندښت اصلي علت د ترافیکو بې پروا چلند ګڼي او وایي، په فساد کې د ترافیکو لوړ پوړي مامورین هم لاس لري.
شاکر نومی کابل ښاري وایي، ترافیک پارچې فوتوکاپي کوي او پیسې جبونو ته ځي.
د کابل د ترافیکو لوی مدیر سید محبوب سادات د دې ستونزې د حل ژمنه کوي او وایي، چې خلک دې دغه کسان د ترافیکو مدیریت ته وروپېژني، چې قانوني چلند ورسره وشي.
یوازې موترچلونکي نه دي، چې ترافیکو ته بډې ورکوي، بلکې لاسي پلورونکي هم هره ناحیه کې پولیسو ته د خپل کار د دوام په بدل کې بډې ورکوي. دوي، چې شمېر یې له زرګونو اوړي، وایي، هره اوونۍ یا میاشت ترافیکو او پولیسو ته پیسې ورکوي.
خبریاله : الاهه عمري
تازه خبرونه
د بغلان ولایت د غوري سمنټو تولید زیات شوی
د بغلان ولایت د غوري سمنټو شرکت چارواکو ويلي، چې په ۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال ۱۵۰ زره ټنه غوري سمنټ تولید شوي او هڅه کوي، چې سږ کال یې د تولید کچه ۱۸۰ زره ټنو ته ورسوي.
په بغلان ولايت کې د غوري سمنټو شرکت د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دې شرکت کې د سمنټو توليد زيات شوى دى.
د بغلان غوري سمنټو د شرکت مالي او اداري مرستیال عبدالوکیل قیومي ویلي؛ تېر کال مو ۱۵۰ زره ټنه سمنټ تولید او بازار ته وړاندې کړل. له نېکه مرغه په ۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال کې مونږ له ۲۰۰ میلیون افغانیو څخه زیاتې پیسې درلودې.
د بغلان د غوري سمنټو شرکت د بسته بندۍ څانګې مدیر محمد طاهر د تولیدي وړتیاوو لوړولو لپاره هڅې روانې دي، چې له لوړېدو سره به یې هره ورځ ۱۰۰۰ بورۍ سمنټ تولید شي.
محمد طاهر وایي: اوسمهال، زمونږ څلور داشونه فعال دي او په څلیریشت ساعتونو کې نږدې له ۱۰۰۰ څخه تر ۱۲۰۰ ټنو سیمنټ تولیدوو او ۷۵۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د دې شرکت کارکوونکی حکیم وایي؛ له پانګوالو غواړو، چې په هېواد کې پانګونه وکړي او ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي.
د بغلان غوري سمنټو شرکت يوه بلف کارکوونکي محمد يوسف ويلي: بايد په هېواد کې څو نورې کارخونې جوړې شي، چې د سمنټو واردات لږ شي او له خپلو توليداتو ګټه واخلو.
د بغلان ولایت د غوري سمنټو شرکت شاوخوا ۴۰ کاله مخکې جوړ شوی او په افغانستان کې د سمنټو د تولید له سترو شرکتونو څخه شمېرل کیږي، چې د مدیریت چارې یې د ملي پرمختیايي شرکت لهخوا ترسره کیږي.
تازه خبرونه
څار: د افغانستان په اړه پاکستان او قطر ته د امریکایي ډیپلوماټ سفرونه
تازه خبرونه
د سیمې هېوادونه باید په ګډه ثبات او پرمختګ ته زمینه برابره کړي – مولوي عبدالکبیر
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال په کابل کې د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال سره په کتنه کې ویلي، چې د سیمې هېوادونه باید په ګډه د سترو سیمهییزو پروژو په پلي کولو کې ونډه واخلي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیالۍ د خبرپاڼې له مخې؛ په دې ناسته کې مولوي عبدالکبیر د قزاقستان پانګوالو ته بلنه ورکړه، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
نوموړي زیاته کړې؛ اسلامي امارت د افغانستان پولې په بشپړ ډول کنټرول کړي، نشهيي توکي او فساد یې له منځه وړی او خپلواک ملي حاکمیت ټینګ شوی دی.
د قزاقستان د لومړي وزیر د مرستیالۍ د خبرپاڼې له مخې؛ په افغانستان کې د اسلامي امارت له لوري د شویو پرمختګونو قدرداني کړې او څرګندوي، چې هېواد یې له افغانستان سره اوږد مهاله سوداګریزو اړیکو، ټرانزیټ او اوږدمهاله پانګونې ته چمتو دی.
ژومانګارين افغان ځوانانو ته د تحصيلي بورسونو د ورکړې د چمتوالي ترڅنګ زياته کړې، چې افغانستان اوسمهال په سيمه کې د يوه سولهييز هېواد بېلګه ده او له همدې کبله له اسلامي امارت سره په بېلابېلو برخو کې د اړيکو ټينګول غواړي.
د قزاقستان لومړي وزير مرستيال دغه راز د کابل او الماتا ترمنځ د مستقيمو الوتنو د پيل غوښتنه وکړه او څرګندوي، چې هېواد يې له افغان حکومت سره په فرهنګي برخه کې دوه اړخيزو همکاريو ته چمتو دى.
اسلامي امارت په تېرو درې کلونو کې پرلهپسې ټینګار کړی، چې په ټول افغانستان کې د امنیت له رامنځته کیدو سره د سترو اقتصادي پروژو پلي کېدا ته له بل هر وخت ډېره ښه زمینه برابره شوې او اړتیا ده، چې افغانستان د سیمې هېوادونه سره ونښلوي.
-
نړۍ4 days ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
لوبی4 days ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
سیمه ییز خبرونه1 day ago
په عراق کې به همجنسبازان پر۱۵ کاله بند شي –پارلمان
-
سیمه ییز خبرونه5 days ago
د غزې په شمال کې د قحطۍ خطر ډېر دی
-
تازه خبرونه14 hours ago
د بغلان ولایت د غوري سمنټو تولید زیات شوی
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
امریکا دې د بشري حقونو په اړه دوه ګوني سیاست ودروي – ترکیه
-
تازه خبرونه1 day ago
ترکمنستان د ټاپي پروژې بشپړولو ته ژمن دی – امانوف
-
لوبی5 days ago
ابو مسلم فراه اوومه لوبه له خراسان فاریاب لوبډلې څخه ۶ د صفر پر توپیر وګټله