تازه خبرونه
د کابل په پل آرتل سیمه کې نن ماښام د ماین چاودنه شوې
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د کابل پولیسو د قومندانۍ ویاند حشمت ستانکزي آریانا نیوز ته وویل، چې چاودنه د ملي اردو په یوه رنجر موتر کې د مقناطیسي ماین له کبله وه، چې په خبره یې دغه پېښه د پل آرتل په سیمه کې شوې او تلفات نلري، تېر ماښام هم شېر پور سیمه کې ورته چاودنه شوې وه، چې په کې د ولسي جرګې نوماند انور نیازی ووژل شو او درې ملګري یې ټپیان شول.