تازه خبرونه
د پاکستان لخوا افغانستان ته ۷ مخیز لیک سپارل شوی
ځینې رپوټونه وایي، چې پاکستان افغان دولت ته د سولې په تړاو هڅو کې د همکاریو او له ترهګرۍ سره د مبارزې پر څرنګوالي اووه مخیز لیک سپارلی دی.
ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، تر اوسه د افغانستان د سولې لپاره د پاکستان په چلند کې بدلون نه دی راغلی.
د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال وایي؛ هیله ده، چې پاکستان په دې برخو کې همکاري وکړي.
د نوموي د وینا له مخې؛ په تېرو څو کلونو کې د پاکستان په کړنو کې بدلون نه دی راغلی؛ خو ټاکل شوې، چې په چین کې درې اړخیزه ناسته تر سره شي. مونږ هیله من یو، چې د سولې لپاره غوره خبرې اترې ولرو.
د اجرایی رییس د لومړي مرستیال انجینر احمدخان په باور، د افغانستان په سوله کې د پاکستان رول رغنده دی؛ خو په وینا یې تر اوسه دغه هېواد رښتینی نه دی.
د سولې عالي شورا رییس کریم خلیلي وایي، مونږ هڅه کوو، چې هېواد کې مو سوله راشي او دا سوله راروانه ده.
د سولې شورا مخکې ویلي وه، چې پاکستان د سولې په پروسه کې همکاري نه کوي؛ بلکې په خبره یې په دې لار کې خنډونه جوړوي.