تازه خبرونه
د لغمان د الینګار امنیه قومندان په ماین چاودنه کې وژل شوی
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د لغمان والي وياند سرحدي ځواک وايي، د قومندان سيدعارف سادات پر موتر د سې شنبې پر ورځ( د غوایي ۱۷) له غرمې مخکې يوولس بجې د مسکين آباد په اړوند سيمه کې د سړک غاړې ماين چاودنه رامنځته شوه، چې نوموړی په کې له خپلو درې ساتوونکیو سره یو ځای وژل شوى دى.
طالبانو په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې نن سهار مهال د لغمان الینګار ولسوالۍ ته نږدې پر یوه ناسته تکتیکي چاودنه شوې، چې په کې د ولسوالۍ د امنیه قومندان په ګډون له تروریزم سره د مبارزې مدیر لعل میر، د ټولي مرستیال قومندان لعل آغا، د لوژستیک آمر قسیم او یو پولیس وژل شوي او درې نور پولیس ټپیان دي.