تازه خبرونه

د پخواني او تقویتي نوملړونو له مخې به ولسمشریزې ټاکنې تر سره شي- ننګ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا رییس وايي، چې د رایه ورکوونکیو د پخواني او تقویتي نوملړونو له مخې ولسمشریزې ټاکنې تر سره کیږي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د څرګندونو له مخې؛ د تېرو ټاکنو لپاره شاوخوا نهه میلیون وګړیو نوملیکنه کړې وه، چې د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې شاوخوا څلور میلیون وګړیو ګډون وکړ. اوس د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، چې د رایه ورکوونکیو د تقویتي نوملیکنې نوملړ به له پخواني نوملړ سره یو ځای کړي او له مخې به یې ولسمشریزې ټاکنې تر سره کړي. په داسې حال کې، چې ویل کیږي په پخواني نوملړ کې پېنځه میلیون کسان په خیالي توکه راجستر شوي دي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون پخواني رييس فضل احمد معنوي وايي، چې د رایه ورکوونکیو په پخواني نوملړ کې پېنځه میلیون کسان خیالي دي.

د نوموړي په وینا؛ د ټاکنو خپلواک کمیسیون باید د رای ورکوونکیو پر نوملړ له سره غور وکړي.

د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ ريیس یوسف رشید وایي؛ نه یوازې دا، چې د رای ورکوونکیو پخوانی نوملړ ندی ارزول شوی، بلکې ښايي په تقویتي نوملیکنه کې هم خیالي کسان وي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون هم مني، چې د تقویتي نوملیکنې نوملړ به له پخواني سره یو ځای کړي او له مخې به یې ټاکنې تر سره کړي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا رييس حبیب الرحمن ننګ وايي، چې د رایو هر مرکز ۴۰۰ رای ورکوونکي لري، چې پخوایې ۶۰۰ رای ورکوونکي لرل. د بایو متریک سیستم پر کارولو به د درغلیو مخه ونیسو.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛هر څوک، چې بایو متریک شوی نه وي هغه محل باطل دی او رایې یې نه د منلو دي او نه به حساب شي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون پر چارو نه یوازې خلک نیوکې کويپ، بلکې د ولسمشریزو ټاکنو ځينې نوماندان هم د کمیسیون له چارو ناخوښه دي.

Trending

Exit mobile version