تازه خبرونه
د پاورلیفتنګ غوراوي سیالۍ په کابل کې پیل شوې
د دروند وزن په پورته کولو د پاورلیفتنګ سیالۍ دولسم پړاو پیل شسو، چې په کې به غوره څېرې ټاکل کیږي.
د کابل پاورلیفتنګ فدراسیون رییس خواجه میرمجاهد ویلي؛ دا لوبې به درې ورځې روانې وي، چې د کابل له لس کلپونو څخه ۱۲۰ لوبغاړي په کې ګډون کوي او په پای کې به ۵۵ غوره څېرې د کابل ملي لوبډلې ته وټاکل شي.
د پاورلیفتنګ ملي لوبډلې غړی میرعبدالمتین سادات دا لوبې لومړنۍ ګڼي؛ خو د سیالیو په ترسره کیدو کې ځنډ، چی څوکاله لیدل کیږي؛ پرې اندېښنه څرګندوي.
د دغو سیالیو تنظیمونکی شاهپور توتا خېل امکانات کم بولي او وايي، چې دا مو مهمه ستونزه ده.
د نوموړي په وینا؛ ځوانان مو ښه ځواک لري او دا لوبې به ښه وده وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې ۲۵ ورځې وروسته به کابل د پاورلیفتنګ ملي لوبډلې لپاره د غوراوي سیالیو کوربه وي، چې له ۱۴ ولایتونو لوبغاړي به په کې ګډون وکړي.