بی بی سی پښتو

د ډاکټر یوسف اریوبي کشر ورور هم له کورونا وېروس مړ شوی

Published

on

BBC
فضل الرحمن د ډاکټر اریوبي کشر ورور و

په کابل کې د کوچنیانو روغتون ډاکټر یوسف اریوبي -چې تېره شنبې ومړ- اوس يې یو بل ورور هم د کورونا وېروس له کبله ژوند بایللی دی. د اریوبي کورنۍ یوه غړي اسلام ځاځي بي بي سي ته د ډاکټر یوسف د کشر ورور فضل الرحمان د مړينې خبر منلی دی.

سلام ځاځي د بي بي سي خبریال نور ګل شفق ته ویلي: ‘هو، فضل الرحمان هم پرون مازدیګر او ماښام تر منځ وفات شو او نن مو په کابل کې خاورو ته وسپاره.’

تر ډاکټر اریوبي یوه ورځ مخکې د هغه یوه خور هم ل همدې ناروغۍ مړه شوې وه. یو بل ورور یې کمال اریوبي د کابل په یوه روغتون کې د کورونا وېروس له کبله بستر او تر څارنې لاندې دی.

د اسلام ځاځي په خبره فضل الرحمان او د ډاکټر یوسف دوو نورو ورڼو هم له همدې کبله ځانونه کرنتین کړي وو چې له منځه يې ډاکټر یوسف او فضل الرحمان په حق رسېدلي.

دا کورنۍ فکر کوي چې ډاکټر یوسف ته له خپل کوم ناروغ دا وېروس ورغلی چې وروسته بیا له ده د کورنۍ په نورو غړو کې هم خپور شوی دی.

داسې وېره شته چې په افغانستان کې پر کورونا وېروس د اخته او له کبله يې د مړو شمېرې ښايي تر هغې زیاتې وي چې له رسمي سرچینو خپرېږي.

بي بي سي ته د دغو پېښو تر منځ ځينې داسې پېښې هم مالومې شوې دي چې ښکاري، د یو شمېر ناروغانو تر مرګ شېبې پورې کره مالومه نه وي چې کورونا وېروس مړ کړ او که کومه بله کیسه وه؟

د ډاکټر یوسف اریوبي کورنۍ هم له ورته برخلیک سره مخ شوې ښکاري.

دوی ته د معایناتو پایلې په داسې ورځ په لاس ورغلې چې خور يې مړه شوې وه او په بله ورځ پخپله ډاکټر اریوبي هم ومړ.

په تېرو ۷ ورځو کې دا دریمه جنازه ده چې له دغه کوره ووځي.

د اریوبي د کورنۍ په خبره، د کورونا وېروس د خپرېدو د وېرې له کبله يې له خپلو خپلوانو غوښتي وو چې په وروستیو دوو جنازو کې ګډون ورسره ونه کړي او پخپله يې د کورنۍ څو محدودو کسانو د ډاکټر اریوبي او فضل الرحمان جنازې خاورو ته سپارلې دي.

Trending

Exit mobile version