Connect with us

لوبی

د نجونو د باسکتبال ملي لوبډلې په قرغزستان کې اتلوالی ترلاسه کړه

خپور شوی

د

(Last Updated On: )

vlcsnap-2017-03-25-18h17m49s40

د هېواد د نجونو بسکتبال ملی لوبډلې خپل نوی کال د قرغزستان په تورنمنت کي پر بریا سره پیل کړ.

د افغانستان بسکتبال ملی لوبډلې په خپلو ورستیو څلور اړخیزو لوبو کې ۵۴ پر ۳۲ په منځنۍ آسیا کې د امریکایي پوهنتون د لوبډلې په وړاندي بریا ترلاسه کړه.

ملي لوبډلې له څلورو پرلپسی بریاو وروسته د دی تورنمنت اتلوالی ترلاسه کړه .

د هېواد د نجونو باسکتبال ملی لوبډلې په تېرو درې لوبو کې وکولی شول، چي د قرغزستان دوه دولتی پوهنتونونو او د اتاترک پوهنتون لوبډلو ته ماته ورکړي.

Advertisement

لوبی

د ۲۰۲۴ کابل کرکټ غوره لیک دوه‌ یم پړاو سیالۍ پیل شوې

Published

on

(Last Updated On: )

د سې شنبې پر ورځ د غبرګولي پېنځلسمه په کابل کې د  ۲۰۲۴ کرګټ غوره لیګ زړه‌راکښونکې ۲۰ اوریزو سیالیو دوه‌یم پړاو پیل شو.

د کابل په ایوبي سپورټس کمپلکس کې د کرکټ په ۱۱ ورځنيو ۲۰ اوریزو سیالیو کې شپږ لوبډلې لوبې کوي.

د ایوبي سپورټي کمپلیکس مسوولین وايي، په دې ټورنمنټ یا سیالیو کې د ډېر عمر لوبغاړي شته، چې له ځوانو لوبغاړو ته خپلې تجربې وړاندې کړي.

د ایوبي سپورټي کمپلیکس رییس عبداللطیف ایوبي ویلي؛ د ښار طبي کمپلکس کابل غوره لیګ هغه لیګ دی، چې په کې مشران او ځوانان؛ ملي اتلان او له ۱۹ کلنو کم عمره لوبغاړي برخه اخلي، چې ملي لوبغاړي وکولی شي له نړیوالو لوبو څخه خپلې تجربې ورسره شریکې کړي او د افغانستان راتلونکی نسل وکولی شي په لویو لوبو کې له فشارونو سره مبارزه او د ملي لوبډلې استازیتوب وکړي. ټیم او د

د افغانستان کرکټ بورډ چارواکي هم هیله څرګندوي، چې دغه سیالۍ به د پخوا په څېر بریالۍ وي.

د افغانستان د کرکټ بورډ د کورني کرکټ مسوول نظیم جار عبدالرحیمزي ویلي: خصوصي سکټور د ګټې اخیستو ترڅنګ د کورني کرکټ ملاتړ کوي؛ ځکه، چې ډېری ځوان لوبغاړي فرصت ترلاسه کوي او دوی کولی شي په تدریجي ډول پرمختګ وکړي او لویو ټیمونو ته ولاړ شي.

له دې سره بیا د افغانستان کرکټ بورډ مسوولین هم، چې د دې لوبو پرانیستې مراسمو ته راغلي دي وايي، چې د دې لیګ لومړۍ پړاو سیالۍ تېر کال په ښه ډول ترسره شوې او هیله یې څرګنده کړې، چې د دې لیګ دوه‌یم پړاو سیالۍ، چې نن پيل شوې هم په ښه ډول د کرکټ تر مینوالو ورسیږي.

د سې شنبې پر ورځ د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د کابل نایټ رایډرز لوبډلې او بند امیر سټارز لوبډلې سره ترسره شوه.

دغه سیالۍ په ژوندۍ بڼه له اریانا ټلویزیون څخه خپریږي.

Continue Reading

لوبی

افغانستان یوګانډا ته پر ۱۲۵ منډو ماتې ورکړه

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې نن سهار د غبرګولي پېنځلسمه د ۲۰  اوریز نړیوال جام د سي ګروپ په لومړۍ لوبه کې یوګانډا ته د ۱۲۵ منډو پر توپیر ماتې ورکړه.

رحمان الله ګربز (۷۶) او ابراهیم ځدراڼ (۷۰) د ۱۵۴ منډو له زړه پورې ملګرتیا سره د بریا بنسټ کېښود. افغانستان د پېنځه لوبغاړو پر سوځېدو ۱۸۴ منډې جوړې کړې.

د دې لوبې پر مهال ۴ شپږیزې او ۴ څلوریزې ووهل شوې.

ورپسې فضل الحق فاروقي خپله ښه توپ‌اچونه وکړه، چې ۵ ویکټې یې واخیستې او ۹ منډې یې وکړې.

د شل اوریز کرکټ نړیوال جام په تاریخ کې فضل الحق فاروقي له درې نورو لوبغاړو وروسته د یوې لوبې تر ټولو ښه توپ‌اچونه وکړه.

د غوره توپ‌اچونې درې نورو لوبغاړو؛ په ۲۰۱۲ کال کې د سریلانکا اجنټا منډیس ۶ ویکټې او ۸ ​​منډې کړي، په ۲۰۱۴ کال کې د سریلانکا رنګانا هرات ۵ ویکټې او ۳ منډې لري او د پاکستان عمر ګل ۵ ویکټې او ۶ منډې په ۲۰۰۹ ز. کال کې کړې دي.

د یوګانډا لوبډله په ۱۶ اورونو کې د ۵۸ منډو پر جوړولو وسوځیده.

د افغانستان راتلونکې لوبه به د شنبې پر سهار څلور بچې د غبرګولي نولسمه / د چون اتمه د نیوزیلینډ له پیاوړې لوبډلې سره وي، چې د نړیوال جام په لومړي پړاو کې به یوه مهمه لوبه وي.

لوبې پر ژوندۍ بڼه وګورئ!

آریانا نړیوال راډیو ټلویزیون د ۲۰ اوره انړیوال جام ټولې سیالۍ پروندۍ خپروي.

د دغو سیالیو په اړه خبرونه او تازه معلومات هم په منظمه توګه په آریانا نیوز او ټولنیزو شبکو کې خپریږي؛ نو له مونږ سره اوسئ.

Continue Reading

لوبی

امریکا د جونز پر غوره توپ‌وهنې د ۲۰ اوریز نړیوال جام لومړۍ لوبه له کاناډا وګټله

Published

on

(Last Updated On: )

د امریکا کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰ اوریزه نړیوال جام په لومړۍ لوبه کې کاناډا ته د ۷ ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه او آرون جونز پر ۴۰ توپونو ۹۴ منډې وکړې.

په دې لوبه کې، چې د ټکساس ایالت په دالاس کې ترسره شوه، پچه امریکا وګټله او لومړی یې توپ‌اچونه وکړه.

آرون جونز د ویسټ انډیز له کریس ګیل وروسته د ۲۰ اوریز نړیوال جام په خپله لومړۍ لوبه کې تر ټولو ډېرې منډې جوړې کړې دي.

نوموړي د کاناډا پر وړاندې د ۲۰ اوریزنړیوال جام په لومړۍ لوبه کې پر ۴۰ توپونو ۹۴ منډې وکړې او د میدان غوره لوبغاړی وپېژندل شو.

کریس ګیل د ۲۰۰۷ کال په شل اوریز نړیوال جام کې د سویلي افریقا پر وړاندې پر ۵۷ توپونو ۱۱۷.۱ منډې جوړې کړې وې.

بل امریکايي لوبغاړي انډریس ګوس پر ۴۶ توپونو ۶۵ منډې جوړې کړې.

کاناډا په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د پېنځه لوبغاړو پر سوځېدو ۱۹۴ منډې جوړې کړې او امریکا ټاکل شوې موخه پر ۱۴ توپونو د ۷ ویکټو پر توپیر ترلاسه کړه.

امريکا او کاناډا په الف ګروپ کې ځای لري، چې د ايرلینډ تر څنګ د هند او پاکستان په څېر قوي لوبډلې ورسره دي.

په سږني نړيوال جام کې ۲۰ لوبډلې، چې پر پېنځه ګروپونو وېشل شوي؛ ټولې ۵۵ لوبې کوي.

افغانستان هم د کرکټ ۲۰ اوريز نړيوال جام د یوه ګډونوال په توګه خپله لومړنۍ لوبه د سې شنبې پر ورځ د غبرګولي پېنځلسمه / د جون څلورمه له يوګانډا تر سره کوي.

د افغانستان د ۱۵ کسيزې لوبډلې مشري راشد خان کوي؛ په لوبډله کې ۶ الرونډر، ۴ توپ‌وهونکي او ۵ توپ‌اچوونکي غوره شوي دي او له دې لوبډلې سره دری احتياطي لوبغاړي هم مل دي.

افغانستان له ۲۰۱۰ ز.کال راپدیخوا اووه ځله په ۲۰ اوریز ړیوال جام کې ګډون کړی دی.

د شل اوريز نړيوالو لوبو د اصولو له مخې؛ د دې لوبو په لومړي پړاو کې هره لوبډله د خپل ګروپ له نورو لوبډلو سره يوه – يوه سيالي کوي، چې په پای کې به دوه لوبډلې دوه‌يم پړاو ته لار ومومي.

۲۰ اوریز نړیوال جام له ۲۰۰۷ راپدیخوا پیل شوی او دا یې نهم ځل سیالۍ دي.

د تېر ۲۰۲۲ جام اتلولي انګلینډ ګټلې او اوس یې هم ګټلو ته هیله من دی.

د شل اوریز نړیوال جام دوه یمه لوبه به نن (یکشنبه) ماښام ۷ بجې د ویسټ انډیز او پاپوا نیو ګیني تر منځ پیل شي.

د یادونې ده، چې دا سیالۍ له آریانا تلویزیون څخه په ژوندۍ بڼه خپریږي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!