تازه خبرونه

د ځانګړیو امریکایي ځواکونو سرتېری له سختو ټپونو ومړ

Published

on

Last Updated on: لړم ۲, ۱۴۰۱

پنتاګون وايي، د امریکا د ځانګړیو ځواکونو یو سرتېری ګرین بریت له هغو سختو ټپونو له کبله ومړ، چې څو ورځي وړاندي د افغانستان د لویدیځ ولایت هلمند په یوه چاودنه کې ټپي شوی و.

د امریکایي چارواکو د څرګندونو له مخې؛ ۳۶ کلن ګرین بریت د تېرې سې شنبې پر ورځ(د  زمري ۱۶) د ګزمې پر مهال په هلمند کې د سړک غاړي ماین چاودنې سخت ټپي کړی و، چې له خپلو ټپونو ومړ.

دا په روان کال کې څلورم امریکایي سرتېری دی، چې په افغانستان کې وژل کېږي.

امریکا دمګړۍ پ ښکاره په افغانستان کې ۱۶ زره سرتېري لري، چې له افغان ځواکونو  سره همکاري لري.

Trending

Exit mobile version