تازه خبرونه

د ټاکنو د نوملیکنې تقویتي توکي اته ولایتونو ته ورسیدل

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ټاکنو خپلواک کمیسیون چارواکو څرګنده کړې، چې د ټاکنو د نوملیکنې تقویتي توکي د اته ولایتونو مرکزونو ته رسیدلي دي.  

د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویاند وايي، چې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره به هغه کسان د نوملیکنې فرصت ومومي، چې تازه یې د رای ورکولو شرایط پوره کړي وي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ویاند مرستیال ذبیح الله سادات وايي، چې د غبرګولي پر اتلسمه د رای ورکوونکیو تقویتي نوملیکنه پیلوي، چې په وینا یې وار له مخه پروان، پنجشیر، پکتیا، کاپیسا، خوست، غزني، نورستان، میدان وردګ ولایتونو مرکزونو ته د رای ورکوونکیو د نوملیکنې توکي رسیدلي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې دا توکي به سبا( د غبرګولي ۶) د ولایتونو له مرکزونو څخه ولسوالیو او کلیو ته واستول شي، چې د غبرګولي پر ۱۸ به په ټول هېواد کې تقویتي نوملیکنه پیل شي.

هغه دا هم ویلي، چې د غزني ولایت د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره هم د رای ورکوونکیو د نوملیکنې لپاره دوه سوه اووه څلوېښت مرکزونه په پام کې نیول شوي دي.

ښاغلی سادات وايي، چې په غزني ولایت کې د ولسي جرګې ټاکنې د ولسمشریزو ټاکنو سره یو ځای تر سره کیږي او په دې ولایت کې د رای ورکوونکیو د نوملیکنې لپاره دوه سوه اووه څلوېښت مرکزونه په پام کې نیول شوي دي.

اوس پوښتنه داده، چې آیا کمیسیون به وکولی شي، چې  د تلې پر شپږمه څلور ټاکنې تر سره کړي؟

په ولسي کرګه کې د کابل استازی غلام حسین ناصري دغې پوښتنې ته په ځواب کې ویلي، چې: دغه کمیسیون به وتوانیږي، چې پخپله ټوله وړتیا دغه ټاکنې په نسبي توګه رڼې تر سره کړي؛ خو ډېر هیله بښونکی ندی.

د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د رای ورکوونکیو نوملیکنه به له بایو متریک پرته تر سره کیږي.

خبریال: علی اصغري

Trending

Exit mobile version