تازه خبرونه

د ټاکنیزو شریکانو چلند مو د چارو په وړاندې لوی ګواښ دی- بهرني کمیشنران

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ټاکنو خپلواک کمیسیون بهرني کمیشنران وایي، چې د ټاکنیزو شریکانو چلند مو د چارو په وړاندې لوی ګواښ دی.

په ټاکنو خپلواک کمیسیون کې د کورنیو کمیشنرانو تر څنګ دوه بهرني کمیشنران هم شته، چې دوی په دې بنسټ کې د مشاورینو په توګه کارکوي او چارې هم څاري.

یوه کمېشنره، چې په بلغاریا کې د کار تجربه لري؛ سپارښتنه کوي، چې ټاکنیز بنسټونه باید له هیڅ کاري فشار پرته خپلې چارې وغزوي.

 دوی د ټاکنو له خپلواک کمیسیون څخه غواړي، چې د هر ډول نامناسبو کړنو پر وړاندې  زړور وي او د قانون له مخې خپلې پرېکړې وکړي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ټاکنو مدیریت ستونزمن بولي؛ خو ډاډ وړکوي، چې د کار پایلې به یې د تلې پر شپږمه څرګندې شي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون بهرنۍ کمېشنره ایویلن روبنسن وایي؛ په ټاکنو خپلواک کمیسیون کې هم  هغه اندېښنه شته، چې په ټول افغانستان کې ده. د بېلګې په توګه د قانون تر پښو لاندې کول او د ځینو ګوندونو، ډلو او ټاکنیزو شریکانو ناسمې کړنې. زما مشوره کمیسیون ته داده، چې زړور ووسي او د قانون له مخې خپل کار تر سره کړي.

د هرې ورځې په تېریدو ټاکنیز بنسټونه په ځانګړي توګه په ټاکنو خپلواک کمیسیون کې چارې سختیږي؛ د کمیشنرانو خپلمنځي اختلافونه، د حکومت مداخلې او د ټاکنیزو بنسټونو تر منځ په چارو کې نه همغږي مهمې ستونزې او ننګونې دي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون کمېشنره رحیمه عظیمي وایي، چې د ټاکنو مدیریت ساده مدیریت ندی؛ خو مونږ د ښه مدیریت لپاره خپلې هڅې کوو او د دغو فڅو پایله به د تلې پر شپږمه ووینو او خلک به بیا همغه وخت خپله پرېکړه وکړي.         

ځینې ټاکنیز کارپوهان پر ټاکنیزو بنسټونو د خلکو بې باوري لویه ستونزه بولي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا پخوانی رییس داوود علي نجفي ویلي، چې  خلک پر ټاکنیزو بنسټونو بې باوره شوي دي او دلیل یې هم د ټاکنیزو او حکومتي بنسټونو د هغو ژمنو نه پلي کیدل دي، چې په پیل کې یې خلکو ته وړاندې کوي.        

له درې میاشتو څخه لږ وخت ټاکنو ته پاتې دی. د ولسمشرۍ دا ټاکنې ډېرې جنجالي؛ ځکه دي، چې د سولې بهیر اوس له اتلس کلونو وروسته ډاډمن حالت خپل کړی؛ خو د افغانستان تېرو ټاکنو ته په کتو خلک ډېر ‌ډاډه ندي، چې دا احتمالي ټاکنې به هم ښې وي.

Trending

Exit mobile version