تازه خبرونه
د ټاکنیزو کمیسیونونو پخوانیو مشرانو او اته غړیو د بند سزا واوریدله
د ټاکنو خپلواک کمیسیون ټول پخواني غړي او رییس(د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشر ګلاجان عبدالبدیع صیاد او کمیشنران هر یو وسیمه بادغیسۍ، معاذالله دولتي، رفیعالله بیدار، عبدالقادر قریشي، حفیظالله هاشمی او ملیحه حسن ) دغه راز د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون پخوانی رییس او دوه غړي(د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون مشرعبدالعزیز آریایي او کمیشنران حمیرا حقمل او عبدالبصیر فایز) د کونړ ولایت د ولسي جرګې د رای پایلو په فورمو کې د لاس وهلو پر تور پر پېنځه پېنځه کاله بند محکوم شوي دي.
دغه راز د دارالانشا پخوانی رییس احمد شاه زمانزی او د اړوند کمیسیون د معلوماتي تکنالوزۍ رییس سید ابراهیم سادات د محکمې لخوا بې ګنا وپېژندل شول.
د دغو کمیشنرانو لومړنۍ محکمه د دوشنبې پر ورځ( د وږي ۱۱) تر سره شوې او په پای کې نن سې شنبه له غرمې وروسته ( د وږي ۱۲) د دوی په اړه قاضي د محکمې حکم اعلام کړ.
دا په داسې حال کې ده، چې د ټولو ولایتونو د ولسی جرګې استازیو له لویې څارنوالۍ غوښتي وه، چې د کمیسیون اړوند مشران او کمیشنران دې پر بند محکوم شي.