Connect with us

تازه خبرونه

د ټاکنیزو کمیسیونونو پخوانیو مشرانو او اته غړیو د بند سزا واوریدله

خپور شوی

د

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

له اداري فساد سره د مبارزې ځانګړي عدلي او قضایي مرکز د ټاکنو خپلواک کمیسیون ټولو پخوانيو غړيو او مشرانو او دغه راز د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون مشرانو او دوه غړيو ته د پېنځه – پېنځه کاله بند سزا واوروله.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون ټول پخواني غړي او رییس(د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشر ګلاجان عبدالبدیع صیاد او کمیشنران هر یو وسیمه بادغیسۍ، معاذالله دولتي، رفیع‌الله بیدار، عبدالقادر قریشي، حفیظ‌الله هاشمی او ملیحه حسن ) دغه راز د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون پخوانی رییس او دوه غړي(د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون مشرعبدالعزیز آریایي او کمیشنران حمیرا حقمل او عبدالبصیر فایز) د کونړ ولایت د ولسي جرګې د رای پایلو په فورمو کې د لاس وهلو پر تور پر پېنځه پېنځه کاله بند محکوم شوي دي.

دغه راز د دارالانشا پخوانی رییس احمد شاه زمانزی او د اړوند کمیسیون د معلوماتي تکنالوزۍ رییس سید ابراهیم سادات د محکمې لخوا بې ګنا وپېژندل شول.

د دغو کمیشنرانو لومړنۍ محکمه د دوشنبې پر ورځ( د وږي ۱۱) تر سره شوې او په پای کې نن سې شنبه له غرمې وروسته ( د وږي ۱۲) د دوی په اړه قاضي د محکمې حکم اعلام کړ.

دا په داسې حال کې ده، چې د ټولو ولایتونو د ولسی جرګې استازیو له لویې څارنوالۍ غوښتي وه، چې د کمیسیون اړوند مشران او کمیشنران دې پر بند محکوم شي.

Advertisement

تازه خبرونه

کورنیو چارو وزیر او د چین سفیر پر دوه اړخیزو اړیکو او سیمه‌ییز ثبات خبرې وکړې

د کورنیو چارو وزارت د یوې رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ په دې غونډه کې دواړو خواوو د کابل او بیجینګ ترمنځ د همکارۍ د پیاوړتیا او پراخولو پر لارو چارو بحث وکړ او په دې خبرو کې د سیمه‌ییزو ننګونو د حل په برخه کې د چین هڅې او رول وستایل شو.

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني په کابل کې د چین له سفیر ژاو ژینګ سره ولیدل او دواړو خواوو د دوه اړخیزو اړیکو او سیمهییزو مسلو په اړه خبرې کړې دي.

د کورنیو چارو وزارت د یوې رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ په دې غونډه کې دواړو خواوو د کابل او بیجینګ ترمنځ د همکارۍ د پیاوړتیا او پراخولو پر لارو چارو بحث وکړ او په دې خبرو کې د سیمه‌ییزو ننګونو د حل په برخه کې د چین هڅې او رول وستایل شو.

په غونډه کې ټینګار شوی، چې افغانستان په ټوله سیمه کې د سولې او ثبات د ودې لپاره ژمن دی. په داسې حال کې، چې د مهمو مسلو حل او د خپلو خلکو هوساینې ته لومړیتوب ورکوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د کابل–ریاض ټیلیفوني خبرې؛ د افغانستان او سعودي عربستان د اړیکو پر پراختیا ټینګار وشو

په دې ټیلیفوني اړیکه کې امیرخان متقي د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ د اړیکو پراختیا مهمه وبلله او په سیمه کې یې د ثبات د ټینګښت لپاره د ریاض له هڅو مننه وکړه.

Published

on

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر د سعودي عربستان له بهرنیو چارو وزیر سره په ټیلیفوني خبرو کې د دوه‌اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا، د سعودي میشتو افغانانو د ستونزو پر حل او د سیمې پر مهمو مسایلو ټینګار وشو.

په دې ټیلیفوني اړیکه کې امیرخان متقي د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ د اړیکو پراختیا مهمه وبلله او په سیمه کې یې د ثبات د ټینګښت لپاره د ریاض له هڅو مننه وکړه.

هغه همدارنګه د سعودي مېشتو افغانانو لپاره د آسانتیاوو برابرولو؛ په ځانګړي توګه د خدماتو د وړاندې کولو او د معلوماتو د لېږد په اړه مننه وکړه او په ډیپلوماټیکو استازولیو کې یې د بشري ظرفیتونو د پیاوړتیا پر ارزښت ټینګار وکړ.

دغه راز د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزیر هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ او د استازولیو له ظرفیت لوړولو یې هرکلی وکړ.

دواړو لوریو همدارنګه سیمه‌ییز ثبات د ټولو هېوادونو لپاره اړین وباله او د ستونزو د حل لپاره یې پر خبرو اترو او ډیپلوماسۍ ټینګار وکړ.

په پای کې دواړو خواوو د اړیکو د دوام او په مناسب وخت کې یې د مخامخ لیدنې هوکړه وکړه.

Continue Reading

تازه خبرونه

په کندهار کې له افغان ځواکونو سره په نښته کې شپږ پاکستاني سرتېري وژل شول

د سرچینې د څرګندونو له مخې: د دغه برید په غبرګون کې افغان امنیتې ځواکونو ځوابي برید وکړ؛  ٦ پاکستاني سرتېري یې وژلي او یو بل پوځي یې ټپي کړی دی.

Published

on

آریانا نیوز ته سرچینو ویلي؛ تېره شپه د اسلامي امارت او پاکستاني فوځي رژیم د ځواکونو ترمنځ په سپین بولډک ولسوالۍ کې هغه مهال نښته رامنځته شوه، چې پاکستاني پوځي رژیم پر یوه افغان ماشوم ډزي وکړي او هغه یې وواژه.

د سرچینې د څرګندونو له مخې: د دغه برید په غبرګون کې افغان امنیتې ځواکونو ځوابي برید وکړ؛  ٦ پاکستاني سرتېري یې وژلي او یو بل پوځي یې ټپي کړی دی.

سرچینې زیاته کړې؛ امنیتې ځواکونو ته د افغان ماشوم او د یوه پاکستاني سرتېري جسدونه لاسته ورغلي دي.

ویل کیږي، چې په دې جګړه کې لسګونه میله سپکې او درندې وسلي هم د افغان ځواکونو لاسته ورغلی دی.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!