تازه خبرونه
د میدان وردګ د عامه نظم قومندان د کابل – پروان پر لویه لار ترور شو
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د پروان ولایت د امنیت آمر عبدالواسیع رحیمي پېښه منې او وایي، چې تېره شپه لس بجې د میدان وردګ د عامه نظم قومندان حشمت الله د کابل – پروان پر لویه لار د وسلوالو مخالفانو له کمین سره مخ شوی او ساه یې ورکړې ده.
ښاغلي رحیمي دا ندي ویلي، چې کومو وسلوالو دغه قومندان ترور کړی دی.
وسلوالو طالبانو د دغه برید مسوولیت پر غاړه اخیستی او څرګنده کړې یې ده، چې قومندان حشمت او یو ساتونکی یې په دې برید کې وژل شوي او رنجر یې بشپړ سوځیدلی دی.
خبریال: محمد ذاکر نوري