تازه خبرونه
د پکتیا امنیتي ځواکونو په یوه کمین کې ۵ طالبانو ته مرګ و ژوبله اړولې
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
امنیتي سرچینو څرګنده کړې، چې تېرماښام د دې ولایت د زرمت ولسوالۍ په سرای کلا سیمه کې امنیتي ځواکونو وسلوالو طالبانو ته کمین نیولی و، چې د دوی په ناڅاپي برید کې دوه وسلوال طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
دغه راز د پکتیا والي ویاند عبدالله حسرت آریانا نیوز ته ویلي، چې په دې ناڅاپي برید کې امنیتي ځواکونو دوه موترسایکلونه، یوه مخابره او د راکت او پیکا یوشمېر مرمې تر لاسه کړي دي.
طالبانو تردې دمه د دغې پېښې په اړه څه ندي ویلي.
خبریال: فریدالله احمدزی