تازه خبرونه

د ولسي جرګې رییس ټاکلو ناندرې له بندون سره مخ شوې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

له یوې اوونۍ را پدیخوا د ولسي جرګې غړي ولسي جرګې ته  ورځي؛ خو له اجنډا او عمومي ناستې پرته، خواره واره بحثونه تر سره کوي.

په ولسي جرګه کې د فراه استازې بلقیس روشن وايي، چې:  مونږ لدې حالته ستړي شوي یو او باید د ملت کور د مشخصو کړیو له یرغمل وژغورل شي. خلک د دغه حالت پر لیدو مونږ تر نیوکو لاندې نیسي او که نه د اعتراض په توګه به لدې وروسته له رسنیو سره له  تالار بهر عمومي ناستې تر سره کوو.

په ولسي جرګه کې د هلمند استازې شګوفه نورزۍ وایي: مونږ د خلکو استازې یو نه د چا مریدان. دا څه حال دی؛ هره ورځ راځو او سره لدې، چې هېواد مو له ستونزو سره مخ دی، خو مونږ پر کوم لوري روان یو.    

په ولسي جرګه کې د ننګرهار استازی میرویس یاسیني وایي: د ناندریو د حل لپاره روان بحثونه په ټپه ولاړ حالت ته رسیدلي؛ ځکه، چې تر اوسه رامنځته شوې ستونزه نده حل شوې.

د ولسي جرګې د روانې لانجې په اړه د ولسي جرګې د ریاست نوماند کمال ناصر اصولي وایي:  رای اچونه د یوې رایې لپاره باید سري تر سره شي او دا د کمیتې پرېکړه ده او که نه هیچا ته به د څوکۍ د نیولو اجازه ورنکړ شي.

د لانجې بل اړخ په ولسي جرګه کې د کابل استازی خان محمد رضایي وایي: د رایو په اکثریت ۱۶ کسیز پلاوي پرېکړه کړې، چې رحماني ګټونکی دی او یوولس کسانو ندي ویلي، چې یوه پرېکړه هم نه منو، بلکې ویلي یې دي، چې پر لانجمنې رایې دې رای اچونه تر سره شي.       

د ولسي جرګې غړي وایي، د اووه ویشت کسیزې جرګه ګۍ د پرېکړې تائید لپاره د یوسل و دېرش استازیو لاسلیکونه را ټول شوي، چې د کورنیو دندو د اصولو له مخې، قانوني بڼه خپله کړې؛ خو وبه کتل شي، چې د ولسي جرګې ناندرې به تر کله روانې وي.

خبریال: رفیع صدیقي

Trending

Exit mobile version