تازه خبرونه

د پکتیا په زرمت او ځاځي اریوب ولسوالیو کې ۱۹ طالبان وژل شوي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د پکتیا امنیتي چارواکي وایي، تېره شپه په ځاځي اريوب او زرمت ولسوالۍ کې د افغان او بهرنیو ځواکونو پر هوایي بریدونو ۱۹ وسلوال طالبان وژل شوي دي.

د پکتیا د امنیه قومنداني ویاند سرادار ولي تبسم زیاته کړې؛ په ځاځي اریوب ولسوالي کې طالبانو غوښتل پر امنیتي پوستو ډله ییز برید وکړي، چې په روقیانو سیمه کې هوایي برید پرې تر سره شو او ۱۷ تنه طالبان په کې ووژل شول.

تبسم ویلي، چې دوه تنه نور طالبان د زرمت ولسوالۍ د سهاک په اړوند سیمه کې بمبارد شوي دي.

وسلوالو طالبانو بیا د یادو بریدونو په تړاو څه ندي ویلي.

زرمت او ځاځي اریوب د پکتیا ناامنه ولسوالۍ دي، چې په ډېرو سیمو کې یې وسلوال طالبان پراخې هڅې لري.

Trending

Exit mobile version